
پهدې وسلو او مهماتو کې ـ چې نن ډایاګ ته وسپارل شول ـ لسګونه میله کلاشینکوفونه، راکټلنچرې، کربینونه، چرهیزونه د ماینپاکۍ آلې او ګڼ نور مهمات او لسګونه زره مرمۍ شاملې دي چې نن یوې خبري غونډې کې رسنیو ته وښودل شوې.
چارواکي وايي، دغه وسلې او مهمات په بېلابېلو وختونو او سیمو کې له وسلهوالو ډلو، د وسلو له قاچاقیانو او نورو لارو تر لاسه شوي چې نن رسماً د بېوسلې کولو یا ډایاګ پروګرام مسوولانو ته وسپارل شوې.
د ننګرهار والي شاهمحمود میاخېل وايي، پهدې ۳۱۳ میله سپکو او درنو وسلو او مهماتو کې هغه وسلې هم شته چې د جګړې پر مهال وسلهوالو له حکومتي ځواکونو نیولي او بېرته د وسلهوالو له نیول کېدلو وروسته له هغوی تر لاسه شوي.
نوموړی وايي، له نیول شویو وسلو سره یو شمېر وسلهوال هم نیول شوي.
په ورته مهال ختیځ زون کې د بېوسلې کولو پروګرام مشر ډګروال غلامحسن صاحبزاده وايي، له تېر یو کال راهیسې شرقي زون کې څه کم ۲ زره میله وسلې د ډایاک پروګرام ته سپارل شوي چې د کارونې وړ هغه یې بېرته امنیتي ادارو ته وېشل کېږي.
ډګروال غلامحسن صاحبزاده وايي، لا هم ختیځ زون او ځانګړي ډول ننګرهار کې ځېنو کړیو سره ناقانونه وسلې شته چې پرته له جوازه یې ګرځوي.
د چارو کتونکي او عام خلک وايي، د جنايي او امنیتي پېښو په ډېرښت کې له هغو وسلو او سړیو کار اخستل کېږي چې په ناقانونه ډول د ځېنو لوړو پوړیو چارواکیو او زورواکیو سره موجود دي.
باورونه دا دي کهچېرې د ناقانونه وسلو او وسلهوالو ګرځولو مخه ونیول شي؛ نو په امنیتي او جنايي پېښو کې تر ډېره بریده کمی راتللی شي.





