د کابل‌ـ‌پروان لویه لار وتړل شوه

د کابل د قره‌باغ ولسوالي مسوولان د کابل‌ـپروان لویې لارې د تړل کېدو خبر ورکوي.

د قره‌باغ ولسوال خواجه‌محمدحنیف صدیقي وايي، د حکومت مرکزي ادارې په لارښوونه د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په موخه یاده لاره د شمالي ولایتونو او کابل تر منځ د خلکو د تګ‌راتګ مخنیوي لپاره تړل شوې ده.

د نوموړي په وینا، د ناروغانو لېږدوونکيو او باروړونکيو موټرو او دغه راز د امنیتي ځواکونو د تګ‌راتګ لپاره پرانېستې ده او په وینا یې، نورو موټرو ته به اجازه ور نه کړي.

صدیقي د پروان پر محلي او امنیتي مسوولانو تور پورې کوي چې د حکومت مرکزي ادارې لارښوونې نه عملي کوي. موږ وغوښتل چې په دې اړه د پروان ولایت د محلي مسوولانو او ټرافیکو مدیریت نظر هم واخلو، خو هغوی په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه شول.

د  کابل‌ـپروان لویه لار له لسو ډېر شمالي ولایتونه له سوېل او پلازمېنې کابل سره تړلي. تراوسه روښانه نه ده چې یاده لویه لار به تر څه وخته پورې تړلې وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام