د ښځینه خبریالانو لا خوندیتوب له‌پاره د ټولیزو رسنیو د قانون تعدیل

د خبریالانو خوندیتوب کمېټې مشرتابه پلاوي غړي صدیق‌الله توحیدي نن د ښځو جنسي زورونو او تبعیض مخنیوي قانون تطبیق په موخه د عدالت غوښتنې دویمه غونډه کې وویل رسنۍ د ښځو او نارینه‌وو ګډ سکتور دی، خو په وینا یې له بده‌مرغه د ټولیزو رسنیو قانون کې د رسنیو ښځینه کارکوونکیو خوندیتوب ته پام نه دی شوی.

د ښاغلي توحیدي په وینا، په رسنیو کې له ګومارنې تر منفکۍ، میاشتنۍ تنخوا، د تقاعد حقوقو، قانوني رخصتیو، روغتیایي بیمې او نورو برخو کې ښځینه له ستونزو سره مخ دي.

دی وایي ښځینه خبریالانې له رسنیو بهر، معلوماتو ته په لاسرسي او نورو برخو کې له ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

ښاغلی توحیدي زیاتوي د ټولیزو رسنیو قانون کې د رسنیو ښځینه کارکوونکیو دندو او مکلفیتونو او د ښځو قانوني خوندتوب په اړه هېڅ نه دي راغلي.

غوندې ته د ښځو خبري اژانس مشرې حمیرا ثاقب وویل چې ښځینه خبریالانې د نارینه په پرتله لږ ظرفیت لري او لامل یې جنسي زورونې، ناامني، د کاري فرصتونو کموالی او په ټولنه کې ښځ دوښمنه لیدلوری دی چې تر ډېره د ځان سانسوري لامل ګرځي.  

د مېرمن ثاقب په وینا، د رسنیو مشرتابه کې د ښځو غیبت د ښځینه خبریالانو وروسته پاتې والي لامل دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام