د مارچ اتمه هر کال د نړۍ د نورو هېوادونو په ګډون د افغان حکومت د بېلابېلو ادارو له لوري په ښکليو او عصري هوټلونو یا مجللو ادارو کې نمانځل کېږي.
په دغو مراسمو کې په سمبولیکه بڼه ښځو ته ډالۍ او ګلونه ورکول کېږي او د ښځو د مبارزو یادونه کوي.
د مارچ اتمه د امریکا په نیویاک ښار کې د ۱۵ زره ښځو د هغه اعتراض له کبله د نړۍ کالیزې ته د ننه شوه چې په کې ښځو د لا ډېر معاش او لږ کاري وخت لپاره لاریون وکړ.
ملګرو ملتونو دغه ورځ د ښځو د پیوستون ورځې په نوم نړیوالې کالیزې ته ور زیاته کړې ده.
په افغانستان کې هم د مارچ اتمه تر ډېره په مفشنو مراسمو او ډالیو تېرېږي او په دغو پروګرامونو کې د ښځو د وضعیت په اړه جدي خبرې نه کېږي بلکې جوړوونکي یې تر ډېره د تفرېح او سرګرمۍ لټه کوي.
د ښځینه حقونو یو شمېر فعالانې په عصري هوټلونو کې د ښځو د پیوستون ورځې نمانځل هسې د وخت ضایع کول ګڼي.
د ښځو حقونو فعاله حمیرا ثاقب وايي، په هوټلونو کې د دغې ورځې نمانځل د ښځو درد نه دوا کوي، بلکې په کار ده چې په دغه ورځ د ښځو لپاره پر ګټورو کارونو تمرکز وشي.
د ښځو د حقونو بله فعاله او د پوهنتون استاده حمیرا قادري هم وايي چې افغان نارینه باید جنسیتي زده کړې ترلاسه کړي او له ښځو ملاتړ ور وښودل شي. نوموړې زیاتوي چې ښځو ته د ګلو ګېډۍ ورکول د تاوتریخوالي کمولو په اړه هېڅ مناسبه تګلاره نه ده.
په افغانستان کې د ښځو له نړیوالې ورځې په داسې حال کې نمانځنه کېږي چې د دې هېواد ښځې لاهم د افغانانو ترمنځ خبرو اترو کې د خپل حضور له نه شتوالي اندېښنه لري او وايي چې که طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېږي، ښايي دا اوسنۍ لاسته راوړنې هم بېرته له لاسه ورکړي.