د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي نن کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، د ښوونکیو لهپاره د ښځینهوو د میاشتني عادت روغتیا ته د رسېدو لومړنی لارښوود خپور شو.
ښاغلی بلخي وايي، ښځو کې میاشتنی عادت په طبیعي ډول پرمختګ کوي او دا ستونزه باید د نجونو لهپاره شرم ونهګڼل شي.
د پوهنې وزارت سرپرست په وینا، دغه لارښوود فرهنګ او رسمورواجونو ته په پام د علمي کړنلارو په اساس د ښوونکیو، نجونو او د نجونو کورنیو یو شمېر غړیو له لوري خپور شوی او ګټور به تمام شي.
د هېواد لومړۍ مېرمن رولا غني هم وايي، ځوان نسل ته پوهاوی ورکول، د ټولو افغانښاروندانو مسوولیت دی.
د مېرمن غني په وینا، د نجونو په فزیولوژیکي دوره کې د بدلونونو په تړاو د پوهاوي ورکولو پهدې برخه کې تر ډېره د ښوونکیو او د کورنیو غړیو په رول ټینګار کوي چې د بلوغ په اړه ځوانو نجونو ته معلومات ورکړي او ورته ووایي چې د بلوغ په دوره کې یې بدن کې یو لړ بدلونونه رامنځته کېږي.
د نجونو ښوونځیو په خوا کې د اوبو ذخیرو برابرول، نجونو زدهکوونکیو ته د پوهاوي ورکولو او هغوی سره د تجربو شریک کولو لهپاره د ښځینهوو ښوونکیو روزل او له نجونو سره د کورنۍ غړیو او ښوونکیو چلند د بدلون په موخه د یو مناسب میکانیزم جوړول، راتلونکیو لسو کلونو کې د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب له برخو څخه شمېرل کېږي.