د چابهار بندر د ګډې ترانزیتي او سوداګریزې ګټه اخیستنې تړون لاسلیک شو

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال سلام وطندارته وویل، چې نن دوشنبه(می ۲۳مه) د ایران او هند ترمنځ  له چابهار بندره د درې اړخیزې سوداګریزې او ترانزیتي ګډې ګټه اخیستنې تړون لاسلیک شو.

دغه تړون افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د ایران ولسمشر حسن روحاني او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پر وړاندې د یادو هیوادو ټرانسپورت وزیرانو لاسلیک کړ.

مینه پال زیاته کړه، چې چابهار بندر د افغانستان د صادراتو او وارداتو له پاره خورا زیات ارزښت لري او ددغه بندر په پرانیستنې سره به د هیواد  صادرات او واردات  د پام وړ پرمختګ وکړي.

د مینه پال پروینا، د چابهار پروژه  د درې واړو هیوادو افغانستان، هند او ایران ترمنځ سوداګرۍ ته ښه زمینه برابروي.

دغه راز، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي سلام وطندارته وویل، چې چابهار بندر د کراچۍ او عباس بندرونو په پرتله له ۵۰۰ تر ۷۰۰ کیلو متره د افغانستان مرکز ته نږدې دی او له دې لارې په لږ لګښت واردات او صادرات شوني دي.

قوقندي زیاته کړه، له چابهار بندره هر کانتینر مال  سوداګر ارزانه راوړي چې دا په خپله د توکو پر بیه هم مثبت اغیز لري.

نوموړي زیاته کړه:" لومړنۍ وړاندوینې ښيي چې په هرکانتیر مال کې له ۳۰۰ تر ۷۰۰ او ان تر ۱۰۰۰ ډالرو ټیټوالی راځي، چې دا خپله د افغانستان پر اقتصاد، د خلکو پر اقتصادي ودې او د توکو بيې پر ټیټوالي مخامخ اغیز لري".

د قوقندي پروینا، هر هیواد چې افغان  سوداګرو ته ښې اسانتاوې رامځته کړي د افغانستان ترانزیت او وارداتو بهیرګړندی کیږي.

اتکل کیږي د چابهار بندر عملي کار په پیلیدو سره هند ته د افغانستان صادرات لا هم زیات شي.

چابهار بندر د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې ستره سوداګریزه سیمه ده چې ددې بندر جغرافیوي موقعیت د سیمې هیوادو په ځانګري توګه افغانستان او هندوستان له پاره ځانګړی ارزښت لري.

هندوستان د همدغه بندر په مرسته کولی شي د افغانستان له لارې منځنې اسیا سره خپلې سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي.  

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام