د ځوانانو په کچه د نړۍ د دویم هېواد ځوانان په تېښته کې دي

د اګست ۱۲مه، چې د اسد له ۲۱مې سره سمون خوري په نړۍ کې د ځونانو د ورځې په نامه نمانځل کېږي.

افغانستان د ډېرو ځوانانو د لرلو له امله د نړۍ په کچه دویم هېواد په داسې حال کې دغه ورځ نمانځي، چې د دغه هېواد زیات شمېر ځوانان د فقر، بې وځلۍ او ګڼو نورو ټولنیزو ستونزو له امله د نړۍ نورو هېوادونو ته تښتي.

له باکیفیته زده کړو څخه محرومېدل، د بېکارۍ زیاتوالی، ټولنيزې ستونزې، جنګ او نا امني هغه څه دي، چې افغان ځوانان یې دې ته اړ کړي، چې  دغرونو، دښتو او سمندرونو خطرونه په ځان قبول کړي او هوسا ژوند ته ځان ورسوي.

که څه هم په په د ولسمشرۍ په ټاکنیزو مبارزو کې ولاړو  نوماندانو د خپلو پروګرامونو د وړاندې کولو پر وخت د کاري موقعو د ډېروالي وعدې ورکړې وې، خو د یو والي حکومت په راتګ سره لا هم د ځوانانو له پاره په کافي اندازه کاري فرصتونه نه دي پیدا شوي او دغه قشر یې ډېر ناهیلی کړی دی

د اجرایوي رییس ددویم مرستیال دفتر رییس سردار محمد رحیمي نن د (اکست په ۱۲مه) د ځوانانو د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وویل، چې د ډېرو ځوانانو په شتون کې بیا هم په اقتصادي او سیاسي برخه کې د دوی کمښت د اندېښنې وړ دی.

د رحیمي په خبره، د افغانستان په ادارو کې د ځوانانو سیاسي او اقتصادي محرکې قوې کموالی هغه ستونزه ده، چې ډېرې اندېښنې یې راپارولي دي. 

رحیمي زیاتوي، چې افغان ځوانان ډېر (کمزوري) دي، د دوی په پېژندنه او ځواکمنتیا باید کار وشي.

د ده په نظر، ځوانان باید اګاهانه عمل وکړي او د رهبرانو د هیلو او تشویق په تمه پاتې نه شي.

په ورته وخت کې یو شمېر ځوانان وايي، چې د یو والي حکومت یو کال تېر شو، خو تر اوسه یې هغه وعده نه ده عملي کړې، چې د ځوانانو لپاره به ځانګړی وزارت ایجادوي.

د دغو ځوانانو په باور، بېوزلي، له زده کړو محرومیت او نورو ټولنیزو ستونزو دې ته اړ کړي، چې له خپل هېواده وتښتي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام