د پکتيا ولايت روغتيايي مسوولان وايي، وسلهوالو طالبانو له کابو دوهمياشتني ځنډ وروسته د دغه ولايت روغتيايي مرکزونو ته د فعاليت اجازه ورکړه.
وسلهوالو طالبانو له هغه وروسته پر يادو مرکزونو د فعاليت بنديز لګولی و چې د هېواد په نوم د پکتيا د روغتيايي مرکزونو له قراردادي موسـسې نه يې د دوی د روغتيا برخې کارکوونکیو ته معاشونه، درې امبولانسونه، د هغوی د ټپيانو لپاره د يوه تروماسنټر جوړول غوښتي وو، خو يادې موسـسې یې په ځواب کې ویلي و چې د یادو اقداماتو وسه نه لري.
د پکتیا د عامې روغتيا ریيس ولايتخان احمدزي سلاموطندار ته وويل، د روغتيايي خدمتونو بندېدو له امله خلک له ډېرو ستونزو سره مخ وو او اوس د قومي مشرانو او خلکو په همکاري ورته د فعاليت اجازه ورکړل شوې ده.
د هېواد موسـسې ولايتي مسوول فضلمحمد منګل که څه هم د طالبانو د يادو شويو شرطونو د پوره کولو یا ترې د تېرېدلو په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې روغتیايي مرکزونو ته یې د درملو لېږد، سوپر وېژن او نورو خدمتونو وړاندې کولو ته اجازه ورکړې ده.
فضلمحمد منګل د پکتيا له ولس نه بښنه وغوښته چې په تېرو دوو مياشتو کې یې د ناروغانو لپاره خدمتونه له خنډ سره مخ شوي وو.