د پکتيا سيمه یيز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په جانيخېلو ولسوالۍ کې له سختي جګړې وروسته محاصره ماته شوې او وسله والو طالبانو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل سلام وطندار ته وویل، چې په وژل شويو وسله والو کې۹ تنه يې بهرني کسان دی.
اتل وايي، چې ۱۳ نور وسله وال ټپيان شوي او سپکې او درنې وسلې هم د جګړې په سيمه کې ورڅخه پاتې شوې دي.
د اتل پر وينا، د افغان ځواکونو ۱۲ تنه سرتيري شهيدان شوي او ۱۳ نور يې ټپيان دي.
نوموړي وويل، چې د ولسوالۍ په لرې پرتو سيمو کې د وسله والو پر ضد چاڼيز عمليات روان دي، چې په خبره يې ډېر ژر به هغه سيمې له وسله والو مخالفینو پاکې شي، چې دوی ترې د خپلو تخریبي اعمالو له پاره کار اخلي.
د ویلو ده، چې په دې اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.