د پښو په ګوتو نقاشي شوي هنري اثار

شایسته معلوله ده. نوموړې خبرې نه شي کولی او حتا په لار د تګ توان نه لري؛ خو د پښو په ګوتو نقاشي کوي. د شایستې د مور په خبره کوچنۍ وه، چې له زانګو راوولېده او له هغې پېښې راورسته ګونګۍ او معلوله شوه.

د شایستې مور وايي، لور یې له ۵ کلنۍ راهیسې قلم د پښو په ګوتو نیسي او د نقاشۍ هنر ته یې مخه کړې.

نن په هرات کې د مارچ ۸ په مناسبت یو نندارتون جوړ شوی و.

په دې نندارتون کې ۸۰ هنري اثار د هراتۍ مېرمنو له خوا او ۱۶ هنري نقاشي شوي اثار د شایستې نندارې ته اېښودل شوي وو.

مینه‌وال او ننداره کوونکي په دې باور وو، چې د شایستې په ګوتو نقاشي شوي اثار د یو چا د زړه کیسې او هیلې انځور کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام