د پنجاب ایالتي وزیر په ځانمرګي برید کې ووژل شو

د پاکستان پنجاب ایالت د کورنيو چارو وزیر شجاع خان زاده په دېره کې ځانمرګی برید شوی، چې په پایله کې يې خپله سره د ۱۰ تنو وژل شوی.

د پاکستاني رسنيو د راپور له مخې برید هغه مهال رامنځ ته شوی، چې د اټک سیمې په شادي خان کلي کې د وزیر په دېره کې جرګه کېده او په دغه جرګه کې ګڼ شمېر خلک موجود وو.

پاکستاني مقاماتو ويلي، چې شجاع خان ته له دې وړاندې څو وارې ویل شوي وو، چې خپل امنيتي تدابیر ونیسي.

راپورونه وایي، چې دوه ځانمرګي بريدګر د ده کور ته دننه شوي وو او هماغلته يې ځانته چاودنې ورکړې دي.

د چاودنې له کبله د دېرې چت نړېدلی او شجاع خان د چت خاورو او خځلو لاندې شوی دی.

همدارنګه داسې هم ويل شوي، چې تر خاورو خځلو لاندې کسانو کې د پنجاب ایالتي وزیر خان زاده ساتونکي او د حضرو سیمې یو پولیس افسر هم شامل دي.

اخوا بیا د ځېنو سرچينو په حواله، د شجاع  زوی سهراب خان ویلي، چې د چاودنې پر مهال دېره کې نژدې ۵۰ کسان موجود وو.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د پېښې په اړه خواشيني څرګنده کړې او دغه پېښه يې په سختو ټکو غندلې ده.

تر اوسه پورې د دغه برید مسولیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

خو په قبایلي سیمو کې د وسله والو طالبانوپه خلاف د ضر عضب عملیاتو وروسته چې په شمالي وزیرستان کې ترسره شول؛ دا لومړی ځل دی چې د پاکستان تر ټولو خوندي ښار، پنجاب کې ځانمرګی برید کيږي او د یو ایالتي وزیر په کچه لوړپوړی چارواکی په کې وژل کيږي.

وروستي راپورونه وايي، چې ویره شته په چاودنه کې د تپیانو د ناښه وضعیت له کبله د مړو شمیر لوړ شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام