د پل‌چرخي په صنعتي پارک کې د برېښنا له کمښته شکایت

نن د افغانستان د صنایعو ټولنې، د کار او ټولنیزو چارو، د سوداګرۍ، کانونو او مالیې وزارتونو، د برېښنا شرکت رییس او کابل ښاروالۍ چارواکیو په ګډه سره د صنعتي کارخانو د ستونزو په اړه ناسته جوړه کړه.

د افغانستان د صنایعو ټولنې عمومي مشر سخي‌احمد پیمان د نورو ستونزو تر څنګ په صنعتي پارکونو کې د برېښنا کمښت د فابریکه لرونکو لویه ستونزه وګڼله.

ښاغلی پیمان وایي چې اوسمهال د کابل په صنعتي پارکونو کې تولیدي کارخانې ۱۴۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري.

د افغانستان د صنایعو ټولنې عمومي  مشر دا هم وویل چې د ژمي په رارسېدلو او د برېښنا په پرچاوي سره به د پل‌چرخي په صنعتي پارک کې د تولیدي کارخانو برېښنا ظرفیت  ۵۰سلنه راکم شي.

خو د برېښنا شرکت مشر امان‌الله غالب چې په غونډې کې یې برخه لرله؛ د ځېنو فابریکه‌لرونکیو له لوري د مصرف شوې برېښنا د پيسو نه‌ورکول، په تولیدي کارخانو کې د لوړ ظرفیت‌لرونکیو ټرانسفرمرونو نصبول او د دې ستونزو د هواري په موخه د صنعتي پارکونو د مسوولانو نه مرسته؛ د کابل په تولیدي کارخانو کې د برېښنا د کمښت اصلي لاملونه په ګوته کړل.

د برېښنا شرکت مشر وایې، د هغه جدول له‌مخې چې د برېښنا شرکت سره موجود دي؛ همدا اوس د صنعتي پارکونو د برېښنا مصرف ۷۰ میګاواټه ده؛ خو د ۱۰۰ مېګاواټه غوښتنه کېږي.

له دې سره ـ سره د افغانستان د صنایعو ټولنه بیا وایي چې په ټول هېواد کې تولیدي کارخانې ۷۰۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري.

د صنعت‌کارانو په خبره؛ د صنعتي پارکونو له‌پاره د ځمکې د وېش، د اومه توکیو واردول، د معیاري بېخ‌بناوو او کانالیزاسیون نه‌شتوالی هغه ستونزې دي چې صنعت‌کاران ورسره لاس او ګرېوان دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام