د افغانستان کلي او پراختیا وزارت د یکشنبې په ورځ کابل کې له یوشمیر خصوصي شرکتونو سره د ۴۸ پراختیایي پروژو تړون لاسلیک کړ.
د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، دغه پروژې چې د لارو، اوبو رسولو کانالونو، فرهنګي مرکزونو او استنادي دیوالونو جوړول پهکې شامل دي د هیواد په ۲۱ ولایتونو کې پلي کیږي.
رستمي زیاتوي، چې د دغو پروژو لګښت ټولټال ۴۱۳ میلیونه افغانۍ ده، چې د اسیا پراختیایي بانک، د هندوستان هیواد او خپله د وزارت له بودیجې څخه ورکول کیږي.
هغه ټینګار کوي، چې د کلیو او پراختیا وزارت په روان کال کې هڅه کوي، چې خپلې ډیرې پراختیایي پروژې په ولایتونو او ناامنه ولسوالیو کې پلي کړي، ترڅو له یوې خوا د دغو سیمو د خلکو ستونزې حل او له بلې خوا دوی ته به د کار زمینه هم برابره شي.
رستمي وایي، چې د دغو پروژو په عملي کولو سره به د سیمو اوسیدونکو ته د ۱۰۰ کاري ورځو زمینه هم برابره شي.
د کلیو پراختیا وزارت مسولین وایي، چې په روان ۱۳۹۵کال کې یې له ۱۱ زرو ډیرې پروژې په ټول هیواد کې پلې کړي دي.
د معلوماتو لهمخې، دوی د کلیوالو میرمنو د پیاوړتیا لهپاره هم ډیره هڅه کوي او تراوسه یې ۶۸ زره کلیوالو میرمنو ته د دایمي کار زمینه برابره کړې ده.
ویل کیږي، چې د کلیو پراختیا وزارت د روان مالي کال له پیله تراوسه د ۱۰۹ پراختیایي پروژو تړونونه له خصوصي شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.