د پاکستان پنجاب ایالت په مرکز لاهور کې دوه چاودنې شوي

د لومړنيو معلوماتو له‌مخې په دغو چاودنو کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۴۴ نور ټپيان دي.

د پاکستان ځايي رسنیو په حواله لومړنۍ چاودنه د لاهور ډيفینس سیمه کې شوې، چې د لومړنیو معلوماتو له‌مخې په دغه چاودنه کې ۷ تنه وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان دي.

له بل لوري بیا څو دقیقې وروسته د پاکستان پنجاب ایالت په ګلبرګ سیمه کې هم چاودنه وشوه.

په دغه چاودنه کې بیا ۸ تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.

بل خوا د پاکستان پنجاب ایالت د قانون وزیر رانا ثناوالله له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، په دې چاودنه کې اووه تنه وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي.

ځينې راپورونه وايي، چې چاودنه په نیم اباده ودانۍ کې شوې او تراوسه د چاودنې نوعیت هم نه دی معلوم.

همدارنګه بیا د دغه ښار د پولیسو يوه مشر ډاکټر حیدر اشرف له ځايي رسنیو سره په خبرو کې چاودنې منلي، خو کره جزیات يې نه‌دي شریک کړي.

د ویلو ده، چې په‌دې وروستیو اونیو کې په ګاونډي هېواد پاکستان کې چاودنې او بریدونه ډېر شوي، چې له امله یې تر دا مهاله له ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي او له ۲۰۰ زیات ټپيان دي.

د دغو بریدونو تر ټولو خونړی يې د لال شهباز قلندر پر زیارت برید و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام