راپورونه وايي، چې سبا یکشنبه د (ډسمبر۲۷مه) به د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف کابل ته راشي.
یاده دې وي، دا څوم ځل دی، چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز راحیل شریف افغانستان ته په رسمي سفر راځي.
د پاکستان د پوځ مشر په داسې حال کې افغانستان ته راځي، چې تېره ورځ جمعه (ډسمبر۲۴مه) د هندوستان لومړی وزیر نریندرا مودي هم کابل ته د پارلمان د نوې ودانۍ د پرانیستلو په موخه راغلی و.
نريندرا مودي د نوي پارلمان په تالار کې وویل، چې هندوستان افغانستان ته د درې جنګي الوتکو د سپارلو سره سره به د افغان امنيتي ځواکونو په ليکو کې قرباني شویو سرتېرو کورنيو ته ۵۰۰ تحصيلي بورسونه هم ورکړي.
هغه زیاته کړه، چې هند به د افغانستان سره د يو پل په حیث کار وکړي نه دا، چې د دیو د پرمختګونو پرمخ خنډ واقع شي.
د پاکستان د پوځ ویاند عاصم بجوا په خپل ټويټر پاڼه کې ليکلي، چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز راحیل شریف به په خپل دغه یو ورځني سفر کې د افغانستان له ځانګړو سياسي او پوځي مقاماتو سره ليده کاته ولري.
د پاکستان اکسپرس تریبیون ورځپاڼې د یو افغان لوړ پوړي چارواکي له خولې، چې نه يې غوښتي نوم يې واخیستل شي ليکلي، په دغه سفر کې به راحیل شریف له افغان چارواکو سره د پاکستان او افغانستان د اړيکو د ښه کېدا او همدارنګه د سولې خبرو اترو په اړه ليدنې ولري.
وروسته له هغه، چې په کابل کې څو خونړي بريدونه وشول او له امله يې د کابل او اسلام اباد اړيکې په بې ساري ډول خړې پړې شوې، نو د اسیا زړه هېوادونو په ناسته کې د چين، او امريکايي مقاماتو په حضور کې پاکستان ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به له افغانستان سره د سولې خبرو اترو په اړه پوره مرسته وکړي او د افغان حکومت مخالف ځواکونه به هم له منځه یوسي.
داسې ویل کيږي، چې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا هېوادونو د استازو ترمنځ به د ۲۰۱۶م ز کال په جنورۍ میاشت کې ځانګړې ناسته هم وشي.