که پاکستان هند ته ولاړ نه شي او هندوستان په عربي اماراتو کې پاکستان سره سیالیو ته زړه ښه نه کړي ښایي ګټه یې افغانستان ته ورسیږي.
پاکستاني کرکټ بورډ ویلي دي، که هندوستان سره په سیالیو برابرولو کې پاتې راغی؛ نو د پیسو پیدا کولو له پاره به له افغانستان، زمبابوې او ښایي کوربه لوبډلې سره په عربي اماراتو کې ۳ اړخیزه او یاهم ۴ اړخیزه ټورنامنټ برابر کړي.
که له یوه اړخه افغانستان ته دپاکستان خلاف سیالۍ ډیرې ګټورې دي او د شل اوریزه (ایشیا کپ) ټاکنیز پړاو او جام ترڅنګ د ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو وړاندې د ډیرو لوبو چانس ترلاسه کوي، خو ښایي افغان کرکټ بورډ دا هم ونه غواړي چې دپاکستان سره په سیالیو په خپل کوربتوب د پیسو راټولو په موخه له زمبابوې سره راتلونکې میاشت پلان شوې سیالۍ له لاسه ورکړي، چې لا تراوسه افغان کرکټ بورډ په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان کرکټ بورډ د اعلان له مخې به په راتلونکې دیسمبرمیاشت کې زمبابوې له افغان کرکټ بورډ سره د ژمنې له مخې د یو ورځنیو او شل اوریزه لوبو له پاره عربي اماراتو ته سفر وکړي، چې په کوربتوب یې افغان کرکټ بورډ په غاړه دی او د ډیرو پیسو ترلاسه کولو چانس هم لري.
د غه راز د هندوستان کرکټ بورډ د پرله پسې انکار وروسته اوس پاکستاني کرکټ بورډ په هندوستان ناز نخرې پیل کړي دي.
ښایي دا دهندوستان کرکټ بورډ نوی چال او یا له پاکستاني کرکټ بورډ سره د دوی د پرله پسې غوښتنو وروسته همدردي وي چې پاکستانۍ لوبډله یې هندوستان ته ور وبلله، خو پایله به یې وروسته په ډاګه شي.
وروسته له هغې چې هندي کرکټ بورډ ومنله، چې راتلونکې میاشت په هندوستان کې له پاکستان سره لوبو کولو ته چمتو ده، نو اوس د پاکستان کرکټ بورډ ځواب نه دی ورکړی.
پاکستانی کرکټ بورډ وایي، چې په هندوستان کې ورته ګواښ شته او نه غواړي، چې د پیسو له پاره د خپلو لوبغاړو ژوند په خطر کې واچوي.
پاکستاني کرکټ بورډ له هندوستان څخه غوښتي، چې دامنیتي ستونزو له کبله په عربي اماراتو کې چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې دویم کوربلل کیږي لوبې وکړي خو هندوستان یې نه مني.
د پاکستان کرکټ بورډ مشر شهریار خان ویلي دي، چی په عربي اماراتو کې دواړو؛ پاکستان اوهندوستان ته هیڅ قسم امنتي ستونزه نشته او هندوستان باید له پاکستان سره دسیالیو په اړه د کړو ژمنو له پاره بهانې نه لټوي.
دیادونې وړ ده چې هندۍ کرکټ ملي لوبډلې دتیرې څه باندې یوې لسیزې راپه دیخوا په عربي اماراتو کې هیڅ نړیواله لوبه نه ده ترسره کړې.
په همدې حال کې دپاکستان د کورنیو چارو وزیر رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې هندوستانیان ښایي له پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې سره ښه رویه ونکړي نو له همدې کبله خپلې ملي لوبډلې ته هندوستان ته دورتګ اجازه نه ورکوي.