نن سه شنبې د (نومبر پر ۲۹مه) په کابل کې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ، د کلیو بیارغونې او پراختیا او د نشه یي توکیو پر وړاندې د مبارزې وزارتونو له خوا د پانګې د ارزښت فرصتونو په نامه غونډه جوړه شوې وه.
په غونډه کې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وزیر اسدالله ضمیر وویل، د پانګې په برخه کې د ۱۲،۵ میلونو ډالرو په ارزښت فرصتونه برابر شوي، چې ۵۸ سلنه یې د خصوصي سکتور له خوا او ۴۲ سلنه یې د کرنې د پرمختګ او د کلیو د پراختیا (CARD_F) پروژې له خوا چې د وزارتونو ترمنځ ګډه پروژه ده؛ د خصوصي سکتور د ملاتړ په موخه ورکول کېږي.
ضمیر زیاته کړه، چې دغه فرصتونه به په هلمند کې د پنبې د تولیدولو د دوو فابریکو په جوړولو، په بلخ کې د نخ د اوبدلو د یوې فابریکې په جوړولو، د چرګانو د غوښې د ۲۱ فارمونو په جوړولو، او ځېنو نورو برخو کې په کار واچول شي.
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت همداراز وویل، چې د کرنې وزارت سره په تېرو دوو کلونو کې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سره ۵۵ خصوصي شرکتونه ثبت شوي دي.
ده دا هم وویل، چې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د کاردف پروژې په مرسته ۱۴ ولایتونه په اتو مهمو برخو لکه د چرګانو د ساتلو، سبزیجاتو، لبنیاتو، انګورو، شاتو، پنبې، انارو او زعفرانو پوخلي دي.
غونډې ته د نشه یي توکیو پر ضد د مبارزې وزارت معین وویل، خصوصي شرکتونه کولی شي، چې د یو هېواد اقتصادي حالت ته بدلون ورکړي.
د غونډې په پاې کې د کرنې او مالدارۍ د لا پرمختګ له پاره د غونډو د ګډونوالو او پانګهاچوونکیو نظرونه او تجربې هم واخستل شوې.