د ټینس سترې ومبلډن سیالۍ په انګلستان کې پیل شوې

د ټینس لوبې مخکښ نارینه او ښځینه ټینس لوبغاړي د انګلستان په کوربتوب د ومبلډن ۱۳۰ پړاو ټینس سیالیو له پاره دغه هېواد ته رسېدلي دي.

د دې سیالیو په لومړۍ ورځ د فاعي اتل نواک جاکویک د خپلې تېرې اتلولۍ څخه د دفاع له پاره د انګلستاني جیمزوارډ خلاف او په ښځینه برخه کې امریکایۍ سرینا ویلیمز له سویسې امرا ساډیکویک سره سیالي کوي.

سربیایي نواک جاکویک دهغه ۴۷ کلن تاریخ تکرارولو په هڅه کې دی، چې په یو کال کې درېیم سر په سر ګرانډ سلام ټینس اتلولي وګټي.

د نن ورځې په نورو سیالیو کې پخوانی لومړی مقام لرونکی سویسي راجرفیډر او مارن کیلیک په نارینه برخه کې خو د فاعي اتله سرینا ویلیمز، انجلیک کیربراو سیمونا هیلیپ په ښځینه برخه کې د خپلو سیالانو په وړاندې د لوبې ډګر ته وځي.

د انګلستان په کوربتوب ومبلډن ټینس سیالۍ د نورو نړیوالو ټینس سیالیو سره توپیر لري، دغه سیالي د مصنوعي میدان په ځاې په طبیعي چمن کې ترسره کېږي.

په  دې سیالیو کې به لوبغاړي په ۷ بېلابېلو برخو کې د اتلولۍ له پاره ولوبیږي؛ چې ګټونکي لوبغاړي به د خپلو اتلولیو ګټلو سره د جام ترڅنګ نغدې جایزې هم ترلاسه کړي.

اتلو لوبغاړو ته به ۲۸ اشاریه ۱ میلیون پونډ ورکړل شي.

په روان ۲۰۱۶ کال کې د ومبلډن په څېر ۲ نور ګرانډ سلام ستر ټینس ټورنامنټونه ترسره شوي دي، چې په دواړو کې سربیایي نواک جاوکویک اتل شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام