راشدخان د هندوستان د کرېکټ لیګ ۱۲ کلن ریکارډ په خپل نوم کړ

 

که څه هم د درې واړو افغان لوبغاړیو محمدنبي عیسی‌خېل، راشدخان او مجیب ځدران لپاره د سږ کال ۱۲م پړاو د هندوستان کرېکټ پریمیرلیګ سیالۍ پای ته ورسېدې، خو راشدخان د ریکارډ په ثبتولو له دغو سیالیو سره مخه ښه وکړه.

په ګوګلي خان مشهور افغان لیګ سپنر راشدخان د دغه لیګ په حذفي لوبه کې د ډهلي کپیټلز لوبډلې خلاف یو داسې «اور» وکړ چې د یادو لوبو په ۱۲ کلن تاریخ کې نه و شوی.

راشدخان د دغه لیګ په تاریخ کې لومړی بالر شو چې د لوبې په ۱۵م اور کې یې له منډې ورکولو پرته ۲ ویکټې اخلي، خو لوبډله یې له ماتې و نه ژغورله او د دغو لوبو په تاریخ کې یې خپل دویم میډن اور وکړ.

راشدخان تر دې وړاندې هم د «ای‌پي‌اېل» سیالیو په تاریخ کې له منډې ورکولو پرته «میډن» اور کړی و، خو دا لومړی ځل و چې ۲ ویکټې یې هم په‌کې واخېستې.

د بېګا شپې په حذفي لوبه کې ډهلي کپیټلز لوبډلې له یوې په زړه پورې لوبې وروسته په ۲ ویکټو بریا خپله کړه او د دغه لیګ په ۱۲ کلن تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره «ناک اوټ» لوبه وګټله.

د سن‌رایزرز حیدراباد لوبډلې په ګټه د بېګا شپې په سیالي کې لومړی نبي عیسی‌خېل ۲۰ چټکې منډې جوړې کړې او بیا راشدخان په ۴ اورونو کې د ۱۵ منډو په ورکولو سره ۲ ویکټې ترلاسه کړې، خو لوبډلې یې د مخکی تګ حوصه وبایلله او له روان لیګ نه رخصت شوه.

د یادونې وړ ده چې دا د یاد لیګ په تاریخ کې ۴م ځل شو چې سن‌رایزرز حیدراباد لوبډله په ۲۰۱۳ کال کې د راجستان او په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې خلاف یو ځل بیا په «ناک اوټ» لوبه کې له ماتو سره مخ کېږي.

راشدخان د تېرو کلونو په څېر د درې واړو افغان لوبغاړیو په پرتله نه یوازې د خپلې سن‌رایزرز لوبډلې په ګټه ټولې سیالۍ ولوبولې، بلکې ترڅنګ یې یو ځل بیا له ۱۵ لوبو وروسته په ۱۷ ویکټو مخکښ بالر و.

ورته مطالب:

نړۍوال جام ته افغان لوبډله اعلان شوه

افغانستان په ټېسټ کرېکټ کې ۶۷ کلن ریکارډ را ژوندی کړ

نبي عیسی‌خېل بیا د سږ کال د هندوستان په کرېکټ پریمیرلیګ کې ۸ لوبې وکړې چې د ۸ ویکټو ترڅنګ یې ۱۱۵ ویکټې ترلاسه کړې.

همدارنګه له لومړي بریالي ټورنمېنټ وروسته مجیب ځدران د کینګز ایلیون پنجاب لوبډلې په ګټه یوازې د ۵ لوبو چانس ترلاسه کړ چې ۳ ویکټې یې ترلاسه کړې.

په ۱۲م پړاو هندوستان کرېکټ پریمیرلیګ کې سن‌رایزرز حیدراباد لوبډلې څلورم، خو کینګز ایلیون پنجاب لوبډلې بیا شپږم مقام ترلاسه کړ.

درې واړه افغان لوبغاړي به اوس له افغان کرېکټ ملي لوبډلې سره یوځای شي چې اوس د نړیوال جام او ایرلنډ خلاف له سیالیو وړاندې له سکاټلنډۍ کرېکټ ملي لوبډلې سره په سیالیو بوخته ده.

د افغانستان او سکاټلنډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ ۵۰ اوریزه لوبه پرون له مجیب ځدران، راشدخان او نبي عیسی‌خېل نه پرته کېده، خو د باران له کبله لغوه اعلان شوه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام