د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې «افغانستان ته د سولې راوړلو هوکړه لیک» پر بنسټ د افغانستان سیاستوالو او طالبانو ترمنځ خبرې اترې باید تېره ورځ د کب په ۲۰مه چې د مارچ له لسمې سره برابره وه پيل شوې وای چې ونه شوې.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دولت تر اوسه د خبرې کوونکي پلاوي نوملړ نه دی خپور کړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي چې افغانستان کې ټاکنيز بحران له کبله دا غونډه ځنډېدلې ده.
د ولسمشر محمد اشرف غني د اعلامیې پر بنسټ چې امریکا ته یې ویلي، له عبدالله عبدالله او نورو رهبرانو سره تر مشورې وروسته به یو ټولشموله پلاوی اعلان کړي.
په اعلامیه کې همداراز ټینګار شوی چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي لوړه کچه د منلو وړ نه ده.
د سپېدار ماڼۍ نظر تر لاسه کولو لپاره مو هڅې بې پایلې وې؛ خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په کابل کې په يوه خبري غونډه کې وویل، د مذاکره کوونکي پلاوي نوملړ بشپړېدو لپاره خبرې اوس هم دوام لري.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون مرستیال نعیم نظري د سولې خبرو اترو لپاره هڅې هیله بښونکې ګڼي؛ خو د مذاکره کوونکي پلاوي په ترکیب کې د ابهام له موجودیته اندېښمن دي.
د «افغانستان لپاره د سولې راوړلو هوکړه لیک» د کب میاشتې په لسمه د قطر پلازمېنې دوحه کې لاسلیک شو او د سولې هوکړې تر لاسلیک د لسو ورځو په تېرېدو د افغانستان سیاستوالو او طالبانو ترمنځ د غونډې جوړېدلو وړاندوینه وشوه.
د افغانستان سیاستوال تر اوسه د پلاوي د رامنځته کولو په څرنګوالي هوکړې ته نه دي رسېدلي او روښانه نه ده چې له طالبانو سره د سولې غونډه به کله جوړېږي.