قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طالبانو له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره پر وروستیو موضوعاتو ټيليفوني خبرې کړې دي.
سهیل شاهین لیکلي چې دې له نیم ساعته زیاتو ټلفوني خبرو کې ملا برادر د امریکا ولسمشر ته ویلي چې که امریکا پر شوې هوکړې عمل وکړي نو راتلونکي کې به مثبتې دوه اړخیزه اړیکي ولري.
نوموړی زیاتوي، دې خبرو کې ملا برادر د امریکا له ولسمشره غوښتي چې چاته اجازه ور نهکړي، څو د شوې هوکړې پر خلاف عمل وکړي.
په خپله ولسمشر ټرمپ هم سېشنبه ناوخته وویل، د طالبانو مشر سره یې ډېرې مثبتې خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړه چې طالبانو ورسره ومنله چې تاوتریخوالی نشته.
افغانستان کې د طالبانو د غورځنګ له راڅرګندېدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې د امریکا یو ولسمشر د دې ډلې له جګپوړي مشر سره خبرې کوي.