د ټاکنیز سمون فرمان مسودې په اړه په ټاکنو د څار بنسټونو نیوکې

پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، د ټاکنیز سمون فرمان مسودې په اړه له دوی سره سلا مشوره نه ده شوې.

ولسمشرۍ ماڼۍ تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د تاکنیز سمون فرمان مسوده نهايي شوې او پرېکړه شوې، دغه طرحه د کابینې راتلونکې غونډې ته د بحث او تصویب له پاره وړاندې شي.

د دې خبرپاڼې پربنسټ د حکومت تقنین کمېټه د محمد سرور دانش په مشرۍ د دې مسودې متن د مدني ټولنو او سیاسي ګونډونو له غړو او د نړۍ د متخصصو بنسټونو له نظرونو سره سم برابر کړی دی.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رییس محمد نعیم ایوب زاده وايي، چې ولسمشر په ټاکنو د څار بنسټونو له سلا پرته دغه مسوده ترتیب کړې ده.

دغه بنسټ وايي، د ټاکنو د شکایتونو اورېدو کمېسیون د دغه فرمان په اساس لغوه شوی او پر ځای یې یو بورډ ټاکل شوی درې تنه د دغه کمېسیون او دوه تنه له یو بل بنسټ څخه ورته ټاکل شوي دي.

له بل لوري د ټاکنو له پاره د افغانستان د مدني ټولنو شبکې یا اکسین رییس جان داد سپین غر وايي، د حکومت له خوا د ټاکنو قانون دغه اصلاح شوې مسوده که د ټاکنیز نظام د سمون کمېسیون له طرحې سره برابره وي، د ټاکنو ستونزې حلولی شي.

دی وايي، که دغه طرحه د حکومت له لید سره سمه برابره شوې وي په ټاکنو د څار بنسټونو د نیوکو لامل کېږي.

په ورته وخت کې د ولسمشر ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي سلام وطندار ته وویل، د دغه فرمان مسوده چمتو شوې او د تصویب له پاره کابینې ته لېږل کېږي.

د مرتضوي په خبره، حکومت د سیاسي هوکړه لیک عملي کولو له پاره ژمن دی.

ټاکنیز سمون د دواړو مشرانو تر منځ د لاسلیک شوې سیاسي هوکړې اساسي برخه ده، خو لا هم دغه سمون په خپل ځای لانجمن پاتې دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام