د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې د ټاکنیزو شکایتونو په اړه پرېکړې د نویو کمېشنرانو تر پېژندلو ځنډېدلي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دارالنشا رییس محمدعلي ستېغ نن د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، د مخکینیو کمېشنرانو له عزل کولو وروسته د ټاکنیزو شکایتونو د اداري برخې ۶ پړاوونه په عادي توګه وړاندې تللي، خو په اړه یې پرېکړه کول ځنډېدلي دي.
ستېغ د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړني نوملړ اعلان ته په اشارې وویل چې په دې اړه پر نوماندانو د شکایتونو ثبتولو لړۍ په ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې روانه ده.
ولسمشر غني دوه ورځې وړاندې د یوه فرمان له مخې، د ټاکنیزو کمېسیونونو ۱۲ کمېشنران ګوښه کړل. لویې څارنوالي هم یاد کمېشنران ممنوعالخروج اعلان کړل.
دا په داسې حال کې ده چې تراوسه د ولسي جرګې ټاکنو د ۱۸ ولایتونو وروستۍ پایلې نهدي اعلان شوي.