د افغانستان لوی ملي اېتلاف وايي، د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفترونه یې پرانستي، خو که حکومت او د ټاکنو کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو کې د بایومټریک کارولو ترڅنګ، یادې ټاکنې پر خپل وخت ونهکړي، یاد دفترونه به بېرته وتړي.
د دې اېتلاف ویاند همایون همایون نن یوې خبري غونډې کې وویل، هېواد کې رڼې ټاکنې د دوی یواځینۍ موخه ده او د ټاکنو کمېسیون باید د بایومټریک سېسټم په اړه سیاسي ګوندونو او عامو افغانانو ته بشپړ معلومات ورکړي.
نوموړي یوځل بیا ټینګار وکړ، که حکومت او د ټاکنو کمېسیون خپلې کړې ژمنې عملي نهکړي، دوی به لاریونونه وکړي او د اعتراض په توګه به د ټاکنو کمېسیون ټول دفترونه وتړي.