د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ویاند نورمحمد نور د دوشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د هیواد نافذه قوانينو په رڼا کې رامنځته شوی سمون ورته د منلو وړ؛ خو اصلاحاتو سره برسېرن چلند او د خاصو اشخاصو خوښې په پام کې نیول ورته د منلو وړ نه دي.
نور زیاتوي، د دوی په نظر حکومت د راتلونکو ټاکنو له پاره لیوال نه دی او په دې برخه کې یې هیڅ ډول عملي ګامونه نه دي پورته کړي.
هغه زیاته کړه، چې نه بودیجه په فزیکي شکل د ټاکنو کمېسیون په واک ورکړل شوې او نه هم امنیت یې تامین شوی دی.
د دغه کمیسیون ویاند، حکومت د ټاکنو په برخه په ناغيړې تورن کړ او ویې وویل، که حکومت په رښتیا غواړي چې د افغانستان په ټاکنیز جوړښت کې سمون راولي، باید دوی ته بودیجه ورکړي او د ټاکنو پر وړاندې ټول خنډونه له مخې لرې کړي.
خو په ورته وخت کې د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال سلام وطندارته وویل، چې حکومت د ټاکنو په اړه بې غوري نه ده کړې او په دې برخه کې یې عملي ګامونه اخیستي دي.
نوموړي زیاته کړه، د دې له پاره چې ټاکنې ښيې ترسره شي حکومت دوه کميټې ټاکلي؛ یوه يي مالي او بله يي امنیتي کمیټه ده، چې پر وینا يې امنیتي کمیټه په ټول هیواد کې د ټاکنو امنیت تامینوي او مالي کمیته ورته مالي سرچینې راټولوي.
د مینه پال پروینا، افغان حکومت د ټاکنو له پاره ۳۰ میلیونه ډالره ځانګرې کړي، چې دا د ټاکنو له پاره د حکومت نوي اقدامات دي.
خو ددې ټولو سره سره د ټاکنیز سمون په اړه د افغان ولسمشر ۲ تقنیني فرمانونه ولسي جرګې ته وړاندې کړي وو، چې هغوی په غوڅ اکثریت سره رد کړل او اوس د ۳ تقنیني فرمان د صادرولو له پاره شېبې شمارل کيږي.