د ټاکنو کمیسیون له پرېکړې د غزنيچيانو ملاتړ

په غزني ولايت کې ګڼ شمېر غزنيچيانو  د والي په دفتر کې د یوې ټولېدنې پرمهال د ټاکنو خپلواک کمیسیون له پرېکړې ملاتړ وکړ.

 دوی وايي، له تعصب زړه توري دي او هېڅکله موازي نظام نه غواړي او له ولسمشر محمد اشرف غني يې وغوښتل چې قومي او ژبنی تعصب پای ته ورسوي.

غزنيچيانو له نورو هېوادوالو هم وغوښتل چې له جګړو لاس په سر شي او اجازه نه دې ورکوي چې سياسيون يې يووالی له منځه يوسي.

خو د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنونو د پایلو په تړاو غبرګونونه لاهم دوام لري.

په سرپل، جوزجان او ځینو نورو ولایتونو کې له غبرګونونو وروسته نن د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم پلویانو د بدخشان په مرکز فیض اباد کې د عبدالله د بریا جنش ونمانځه.

دوی د ثبات او همپالنې ټیم د مشرانو انځورونه لېږدول، د درغلیو ضد شعارونه یې ورکول او عبدالله عبدالله یې خپل منتخب ولسمشر ګاڼه.

د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم پلویان وايي، د بدخشان والي په اړه یې تر اوسه پرېکړه نه ده کړې او دوی به د هر هغه چا پیروي کوي چې د ثبات او همپالنې ټیم له خوا ولایت ته د والي په توګه معرفي شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له نږدې پنځو میاشتو ځنډ وروسته برحال ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ؛ خو عبدالله عبدالله دغه پایله ونه منله او ځان یې بریالی او د ټول‌شموله په نوم حکومت یې اعلان کړ.

عبدالله څو ولایتونو لپاره نوي والیان هم وګمارل خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما دغه کار ناقانونه وګاڼه.

په دې تړاو:

عبدالله جوزجان لپاره والي معرفي کړ

څلورو ولايتونو کې د ثبات او همپالنې ډلې د بريا جشنونه ونمانځل

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام