د ټاکنو څار بنسټونو ولسمشرۍ ماڼۍ، اجرایوي ریاست او سترې محکمې ته پرانیستی لیک ورلېږي او له دوی يې د غوراوي کمېټې د چارو د ژر پيل غوښتنه کړې.
د دې بنسټونو مسوولینو نن (دوشنبه) په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې د غوراوي کمېټه دې په ناپېيلي، شفاف او مسلکي ډول د ټاکنیزو کمېسیونونو نوي غړي وګوماري.
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (تیفا) د خپرونو مسوول نعیم اصغري وویل، په تېرو کلونو کې کوم کدرونه چې د ټاکنو په برخه کې روزل شوي وو؛ له لاسه تللي دي.
دی وايي، د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې له لازم تیاري پرته په ټاکلي وخت ناشونې دي.
د اصغري په خبره، د ټاکنو خپلواک کمېسیونونو له پلانونو پرته د ولسي جرګې د ټاکنو له پاره تابیا معنا نه لري او زیاتوي، چې د هېواد روانو حالاتو ته په کتو په ۱۳۹۶ کال کې هم ښايي د ټاکنو فرصت ونه لرو .
په ورته وخت کې د تیفا رییس نعیم ایوب زاده وايي، حکومت د ټاکنو د پيلولو توان او وړتیا نه لري؛ د ټاکنو کمېسیونونه مسلکي کدرونه نه لري او د دې کمېسیونو دفترونه تړلي دي.
ایوب زاده د ټاکنو د پېچلتیا او د دې پروسې د غځېدو د لامل په اړه وویل، چې په حکومت، پارلمان او ولایتي شوراګانو ځېنې خلک شته چې موجود حالت یې په ګټه دی او نه غواړي ټاکنې وشي.
د ټاکنو څار بنسټونه له حکومته غواړي، چې لومړی دې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې وکړي او بیا دې راتلونکي نوې ولسي جرګې ته تقنیني فرمان ورولېږي.
دوی وايي، چې نوې ولسي جرګه دې د ټاکنیز نظام، د ټاکنیزو حوزو په تنظیم او د ټاکنیزو چارو له پاره د ټکنالوژۍ د کارولو په اړه پرېکړې وکړي.