د ټاپي پروژې د مشرۍ کمېټه يا د افغانستان له لارې هندوستان او پاکستان ته د ترکمنستان د ګاز لیږد د مشرانو کمېټه نن چهارشنبه، چې د ۲۰۱۵ کال د فبرورې له یوولسمې نېټې سره برابره ده په اسلام آباد کې سره وکتل.
د دغې غونډې اصلي موخه د دې پايپلين د جوړولو پر عملي پروسې خبرې کول و.
د راپورونو له مخې اوس په دغه غونډه کې د ترکمنستان او د دغه ګاز د پروژې ترسره کولو په موخه داوطلبو شرکتونو ترمنځ ناندرۍ روانې دي.
د دغې پروژې اخیستلو له پاره فرانسوي، روسي او چينايي شرکتونه په دواطلبانه ډول حاضر دي، خو ترکمنستان وايي، چې دوی به په خپل هېواد کې هيڅ داسې بهرني شرکت ته د کار کولو اجازه ورنه کړي.
ويل کيږي د زياتو ناندريو وروسته د تاجکستان د کانونو وزارت له لوري اجازه ورکړل شوې، څو په دغه هېواد کې د ګازو راویستلو او د هغه د انتقال په موخه بهرنی شرکت کار وکړي.
ترکمنستان ۲۰ شرطونه وړاندې کړي، چې د خپلو شرایطو مطابق به دغو بهرنيو شرکتونو ته په خپل هېواد کې دننه اجازه ورکړي.
د شرطونو په اړه يې نور جزيات نه دي خپاره شوي.
د څلورو نورو شرکتونو ترمنځ هم رقابت شته او هر یو يې غواړي د ټاپي پروژه لاس ته راوړي.
ويل کيږي د هند، پاکستان او افغانستان ترمنځ هيڅ داسې اختلافات نشته بلکې برعکس د دغې پروژې د ژر تطبېقېدو غوښتونکي دي.
ترکمنستان غواړي دغه پروژه د افغانستان تر خاورې پورې د خپلو داخلي شرکتونو په وسیله تکميله کړي او وروسته يي بيا بهرنيو شرکتونو ته د ليږد مسوولیت وسپاري.
په پام کې ده د روسي، فرانسوي او چينايي شرکتونو په وسیله د دغې پروژې اخیستلو څخه څلور کاله وروسته د دغه پاېپلين چارې عملي کار پېل شي.
د افغانستان د معادن او پطرولیم وزیر داود شاه صبا په د تيلو او ګاز د متخصصينو د پلاوي د مشر په توګه د ټاپي پروژې په ۱۹مه غونډه کې د برخه اخيستلو په مقصد اسلام اباد ته تللی.
په پام کې ده د ټاپي د پروژې پايپلاین د ترکمنستان څخه افغانستان ته ننوځي او له هرات، فراه، هلمند او کندهار ولايتونو څخه به د پاکستان له کوټې ښار ته ورسيږي، بيا به د پاکستان له ملتان څخه هم تيريږي او په وروستي مرحله کې به د هندوستان هېواد سره وصل شي.
افغانستان به دا حق ولري، چې له دې پاېپلاین څخه د ۶۰۰ میليونه څخه تر ۵ مليارډه متر مکعب پورې ګاز تر لاسه کړي او د افغانستان د ټرانزيت کلني عوايد به ۴۰۰ میليونه ډالر وي.
د ټاپي پروژې عمومی لګښت شاوخوا ۷ اعشاريه شپږ میليارډه ډالر اټکل شوی دی، چې د اسيايي پرمختيايي بانک له خوا ورکول کيږي.
دا پايپلاين ۱۷۳۵ کيلومټره اوږدوالی لري، چې چارې يي باید تر ۲۰۱۷میلادي کال پورې بايد بشپړ شي.