" ۲۰ وسله والو زمونږ پر کور برید وکړ، دروازې يې و ټکولې او ويې ويل، چې ور خلاص کړئ؛ خلاص مو نه کړ. دروازې يې ماتې کړې. زما لاسونه يې وتړل او له ځانه سره يې بوتلم."
پورته وينا د يوې ۱۸ کلنې جینۍ ده، چې نجيبه نوميږي او د جوزجان ولایت د قوش تپې ولسوالۍ اوسېدونکې ده.
نوموړې د فقر او طالبانو د ظلمونو څخه پوزې ته راغلې وه او د سختو فشارونو وروسته يې پريکړه وکړه، چې د خپل کور د اړتیاو د پوره کولو لپاره د افغان ښځينه پولیسو سره يوځای شي.
هغه اوس يوه پولیسه ده او توانېدلې، چې خپل کور د فقر له کرښې و باسي.
نجیبه وايي، کله چې د افغان ښځينه پولیسو سره يوځای شوه، طالبانو د دوی پر کور برید وکړ او دا يې له ځان سره یوړله.
د راپورونو پر بنسټ نجيبه د طالبانو سره ۶ ورځې په بند کې وساتل شوه، چې په دغه موده کې پر دې باندې طالبانو خورا ظلمونه وکړل او په پای کې د قومي سپين ږيرو په منځګړیتوب او د اشخاصو په ضمانت د طالبانو له منګلو ازاد کړای شوه.
د نجيبې په وينا؛ طالبانو له دې څخه غوښتي و، چې د افغان حکومت د ښځينه پوليسو له ډلې و وځي، خو د نوموړې په وينا دې يې خبره نه وه منلې.
نجيبې طالبانو ته ويلي، چې په کور کې د نفقې پېدا کولو لپاره بل څوک يې نه درلوده، نو ځکه غواړي د ښځينه پولیسو سره دنده ترسره کړي، چې وکولای شي له دغې لارې خپلو اولادونو ته ډوډۍ پېدا کړي.
هغه وايي؛ د دې همدا دليل و، چې طالبانو له منګلو يې خلاصې و موند.
د نجيبې پلار ۵۵ کلن نورالحی وايي؛ " چې د طالبانو زهرلرونکي تبليغات يې واوريد او له دوی سره يوځای شو."
نورالحی زياتوي، چې طالبان د دوی په کور کې نفوذ کړی و او د مجبورۍ له مخې د وسله والو طالبانو سره يوځای شوی دی.
نورالحی له دې وړاندې د فاتحې پر مهال په کورونو او جوماتونو کې سورتونه تلاوت کول او له دې لارې يې پېسې پېدا کولې، چې په وينا يې ژوند خورا په نورمال ډول مخ ته وړل کېده.
نجيبه وايي، طالبانو ته تسلیم نه شوه، خو يو تن طالب يې خور په نکاح کړه.
نجيبه له هغې وروسته له خپل کلي د کورنيو له غړو سره يوځای تښتي او د شبرغان په ښار کې میشت کيږي او هملته د ښځينه پولیسو په ليکو کې دنده ترسره کوي.
وروسته له څو میاشتو بیا نجيبه خپل پلار هم هڅوي، چې د افغان پوليسو په ليکو کې دنده اجرا کړي.
د دغې نجلې پلار وايي، چې د طالبانو کار پرته له ظلم ، وحشت او وژلو نه بل څه نه دي.
دی وايي، چې طالبان پلونه له منځه وړي، ښوونځي سوځوي او بيګناه خلک وژني.
نورالحی وايي خوښ دی، چې لور يې د افغان ښځينه پوليسو په ليکو کې دنده اجرا کوي.
د جوزجان ولایت يو شمېر ځوانان او د مدني ټولنو غړو د دغې پوليسې عزم د ستايلو وړ بولي.
احمد فواد قادري د ياد ولایت یو تن اوسېدونکی او د مدني ټولنې غړی وايي، چې ځوانان نه باید د ظلم او زور په وړاندې چوپه خوله پاتې شي.
د جوزجان ولایت امنيتي مسولان هم د ښځينه پوليسو په ليکو کې د نجيبې دنده ترسره کول غوره کار ګڼي او وايي، چې دا به د نورو ښځو لپاره د هڅونې ښه بېلګه وي.