د ولسي جرګې ټاکنې افلاین ترسره کېږي

په ټاکنو کمېسیون د سیاسي ګوندونو او ډلو له فشار وروسته کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې به له بایومتریک ټکنالوژۍ نه ګټنه وکړي چې له همدې سره د مایومتریک دستګاوو د انلاین یا افلاین کارېدولو په اړه په سیاسي محفلونو کې بحث ګرم شو. په تازه مورد کې سیاسي ګوندونو او ډلو له ټاکنو خپلواک کمېسیونه غوښتي چې په اتومات ډول د ګوتې پېژندنې الې Automated Fingerprint Identification Systems (AFIS) نه په انلاین ډول کار واخلي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند حفیظ‌الله هاشمي له سلام وطندار سره په خبرو کې وايي چې له بایومترک دستګاوو نه د استفادې کارونه خلاص دي او ټاکل شوې‌ده له بایومتریک دستګاوو نه په افلاین ډول کار واخېستل شي. ښاغلی هاشمي زیاتوي، په‌دې بنسټ له افلاین طریقې کار اخلي چې د افغانستان ټوله جغرافیه انټرنېټي پوښښ نه‌لري.

خو له‌دې مخکې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سلام وطندار ته ویلي وو چې د افغانستان ۸۹ سلنه خاوره کې انټرنېټ کار کوي چې انټرنېټ د 2G  او 3G او ځېنو لوی ښارونه د G4 سره وصل دي.

که د ولسي جرګې په ټاکنو کې له بایومتریک الې نه استفاده شوې‌وی؛ په اتومات ډول به د شخص ټول اطلاعات د انټرنېټ له لارې ځانګړي سرور ته ورتلل او په ټولو ټاکنیزو مرکزونو کې به شخص د دویم ځل له‌پاره پېژندل کېدلو؛ خو اوس پرېکړه شوې چې له بایومتریک دستګاوو نه به په افلاین ډول استفاده وشي چې د ټاکنو له ورځې وروسته به ټولې الې له سرور سره وصل شي او بیا به وپلټل شي.

د فیفا اجرایوي رییس یوسف رشید سلام وطندار ته وویل چې د ټاکنو کمېسیون باید ژر تر ژر له بایومتریک دستګاه د استفادې طریقه خپره کړي. د ښاغلي رشیدي په خبره، د بایومتریک دستګاه د استعمال طریقه به د دې ستګاوو د کارونې په اړه راپورته شوې پوښتنې او د ولسي جرګې د ټاکنو د ترسراوي څرنګوالی ځواب کړي.

په ورته وخت کې د ټاکنو کمېسیون ویاند حفیظ‌الله هاشمي وايي چې د دستګاوو د استعمال طریقه جوړه شوې او ټاکل شوې، د کمېسیون د غړیو له تصویب وروسته د دې کمېسیون په وېب‌پاڼه کې خپره شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام