د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا ټیفا نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال د ولسي جرګې ټاکنو پرمهال خپلې موندې خپرې کړې.
د ټیفا اجرایوي رییس محمدنعیم ایوبزاده وايي، د دوی د لومړنیو موندنو له مخې، په یادو ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي چې په وینا یې ډېرې درغلۍ قصدي هم وې.
د ایوبزاده په وینا، په ځینو ټاکنیزو مرکزونو کې د رایفورمو پاکولو په موخه ځانګړی قلم کارول شوی چې پر لایتر بېرته پاکېږي.
ایوبزاده د پاکو او ناپاکو رایو بېلول ستونزمن او اندېښمنوونکی بولي او وايي، د رایشمېرنې بهیر اوږدېدل، د ټاکنو سیاسي کېدو ته لار هواروي او ځینې حکومتي چارواکي هڅه کوي چې د ټاکنو بهیر سره سیاسي چلند وکړي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رسنیو کمېټې غړې شیماعلم سروش ډاډ ورکوي چې پاکې رایې به له ناپاکو هغو بېلې او د درغلۍ ترڅنګ به د تکراري رایو مخه نیسي.
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا ټیفا وايي، د ټاکنو کمېسیون په اوسني کمزوري مدیریت سره چې د ولسي جرګې ټاکنو پرمهال خلک ولید، په خپل وخت ولسمشریزې ټاکنې کولی نهشي.