د ولسي جرګې غړو د حکومت په پولي سیاست نیوکه وکړه

په وروستیو څو ورځو کې د بهرنیو اسعارو بیې د افغانۍ پر وړاندې لوړه شوي، چې دغې مسلې خلک او ولسي جرګه اندېښمنه کړې ده.

د ولسي جرګې یو شمېر غړو پرون د (اپریل په ۲۰ مه) په عمومي غونډه کې وویل، چې د د بهرنیو اسعارو پر مقابل کې د افغانیو ارزښت په ځانکړي ډول د ډالرو په مقابل کې راټيټ شوی دی.

دوی اندېښنه لري چې د افغانستان بانک د پولي سیاست نشتوالی، د ګمرکي عوایدو کموالی، او په سیستماتیکه توګه د مالیاتي عوایدو نه راټولول او د افغانستان بانک د رییس نشتوالی په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ لامل شوي دي.

د ولسي جرګې د اقتصادي چارو د کمېسیون غړی منور شاه بهادري وویل، چې افغانستان یو لګښتي هېواد دی او د پولي سیاست او اقتصادی سیاست نشتوالی په هېواد کې پولي تورم رامنځته کړی دی.

بهادري زیاته کړه، چې په افغانستان کې داسې څوک نه شته، چې پولي سیاست تنظیم کړي او د هېوادوالو اندېښنه لري کړي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو پوهان په دې باور دي، چې د بهرنیو د مرستو کموالی او په بازارونو کې د بهرنیو اسعارو زیاتوالی د په کور دننه ستونزو جرړه بولي.

د اقتصاد پوهنځي استاد او د اقتصادي چارو پوه اذرخش حافظي وايي، چې د افغانستان اقتصاد تر ډېره په بهرنیو مرستو پورې تړلی دی او دا چاره د دې لامل شوې چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت لوړ شي.

bank_26march.jpg (380×266)

حافظي زیاتوي، چې مخکې به مرکزي بانک له ۱۰۰ تر ۲۰۰ میلیونو افغانیو پوري بازار ته عرضه کولې، خو اوس دغه شمېر کم شوی دی؛ مرکزي بانک باید دغه شمېر ته بېرته زیات کړي.

په ورته وخت کې د مرکزي بانک مسولین وايي، چې دوی د اړتیاوو په اندازه پیسې بازار ته غرضه کوي او د اسعارو بیه کنټرولوي.

د افغانستان بانک ځای ناستی خان افضل هډه وال وايي، چې هر کال، د کال په دې موسم کې د اسعارو په بیو کې بدلون راځي او دغه کار د دوی له کنترول نه بهر نه دی.

د افغانستان بانک مسولین وایي، چې اوسمهال د بازارونو برسي روانه ده او د اړتیا په صورت کې به له پولي منابع نه په ګټې اخیستنې سره د بازار نرخ تر کنترول لاندې راولي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام