د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د دې جرګې د کورنیو دندو د اصولو پر بنسټ د څلورو وکیلانو دندې د پرلپسې غیرحاضرۍ له کبله په رسمي توګه وځندول شوې.
د دې جرګې منشي عبدالقادر ځاځي وطندوست د دغو وکیلانو نومونه اعلان کړل او ویې ویل، د دې جرګې د کورنیو دندو د اصولو د ۷۳ مادې دویمې فقرې له مخې هغه وکیلان چې په یو اجلاس کې ۲۰ ورځې ناسوب وي نهشي کولای د اجلاس تر پایه په غوڼدو کې ګدون وکړي او له امتیازاتو هم بې برخې کېږي.
په دغو څلور وکیلانو کې چې دندې یې ځنډول شوي احمد بهزاد، فرشته انوري، پروین درانۍ او بشیراحمد تینیج شامل دي.
د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، دا وکیلان د ملي شورا د دې اجلاس تر پایه نهشي کولای په غونډو کې ګډون وکړي او یا هم خپل امتیازات واخلي.
خو ځینې وکیلان د دې اقدام د ملاتړ ترڅنګ د ولسي جرګې په اداري پلاوي نیوکه کوي، چې په دې پرېکړه کې عدالت نه دی وشوی.
دوی وایي، د کورنیو دندو اصول باید په ټولو برخو کې په ټولو وکیلانو یو ډول عملی شي او په دې لېست کې د نورو هغو وکیلانو نومونه هم ورزیات شي، چې ډېره غیرحاضري لري.
د ولسي جرګې رییس وویل، پخوا د کورنیو دندو په اصولو کې دا موضوع شامله نه وه، په ورستي ځل چې د کورنیو دندو په کړن لاره کې تعدیلات راغلل د غیرحاضرۍ موضوع ورزیاته شوه.
دی وايي، له دې وروسته به له ټولو وکیلانو سره په دې برخه کې یو شان چلند کېږي.
د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون وايي، د انظباطي تدابیرو عملي کولو ملاتړ کوي او باید په ټولو وکیلانو یو ډول عملي شي.
ډېر ځلې د ولسي جرګې په عمومي او د کمېسیونونو په غونډو کې د یو شمېر وکیلانو د غیرحاضرۍ له امله د جرګې نصاب نه بشپړې ده او مهم مسایل به له یوې غونډې بلې ته محول کېدل.
نیوکې په دې وې، چې یو شمېر وکیلان په پرلپسې ډول غیرحاضري کوي او دغه چاره د نورو وکیلانو د نوم بدي لامل شوې.