د ولسي جرګې د تېرې اونۍ د پرېکړې پر بنسټ ټاکل شوې وه، چې د جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د ولسي جرګې وکیل عبدالرحیم ایوبي په فساد کې د ښکېلو وکیلانو نوم لړ اعلان کړي.
نوموړي نن د (اکټوبر په ۱۷مه) رسنیو ته وویل، چمتو دی، چې په فساد د ښکېلو وکيلانو نوم لړ سره له اسنادو افشا کړي.
خو نن ورځ د ولسي جرګې د عمومي غونډو د تالار دروازې تړل شوې وې.
ایوبي رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې دغه حالت د دې ښکارندويي دی، چې وکیلان فساد کې د ښکېلو کسانو د نوم لړ له افشا کولو سره لېوالتیا نه لري.
په جرګه کې د کندهار ولسونو استازی عبدالرحیم ایوبي په داسې حال کې دغه نوم لړ بربنډه وي، چې تېره اونۍ د (اکټوبر په ۱۲مه) د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې ویلي و، چې یوشمېر وکیلان په فساد کې ښکېل دي.
ایوبي ویلي و، په فساد کې ښکېل وکیلان وزیران استضاح یا استجواب کړي، خو بېر ته خپل لاسلیکونه اخلي یا هم غونډه بې پایلې پای ته رسېږي.
په ولسي جرګه کې د ایوبې په دغه ډول څرګندونو یوشمېر وکیلانوکلک غبرګون وښود او دا خبرې یې د وکیلانوپه ادرس سپکاوی وباله.
له بل لوري د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي ایوبي ته دنده سپارلې وه، چې د شنبې ورځې عمومي غونډی ته دې چمتووالی ونیسي او په فساد کې د ښکېلو وکیلانونوم لړ او اسناد دې افشا کړي.
په ورته وخت کې ځېنو وکیلانود ولسي د عمومي غونډو د تالار تړلو لامل په اړه وویل، چې د جرګې رییس او دویم مرستیال په بهرني سفر تللي دي او لومړی مرستیال هم په ننګرهار ولایت کې دی.
بل لورته د جرګې په دغه کار باندې د جرګې استازي شېرولي وردګ نیوکه وکړه او رسنیو ته یې وویل، چې د اداري پلاوي دا ډول مدیریت ملت او د ملت د استازو په ګټه نه دی.
نوموړي وویل، په کار وه، چې د اداري پلاوي تر منځ همغږي وی او غونډه جوړه شوې وی.
وردګ وویل، چې هڅه کوي د عمومي غونډې د نه پیل لامل معلوم کړي.
همدا ډول د د ولسي جرګې بل وکیل عبدالقیوم سجادي وايي، چې که ولسي جرګه نور څه نه شي کولی، نو په دې اساسو شرایطو کې باید د ولس د استازو غږ ټپ نه شي.
سجادي زیاته کړه، په داسې یو هېواد کې چې سلګونه ستونزې موجودې دي جرګې باید په نننۍ موضوع بحث کړی وی او د غونډې نه جوړېدل د ناورین په معنا دی.
د جرګې استازو د دغو ټولو څرګندونو سره ـ سره د قانون له مخې د ملي شورا د دواړو خونو د عمومي غونډو مشري یواځې د جرګې رییس، لومړی او یا هم دویم مرستیال کولی شي، خو د ولسي جرګې دغه دریې واړه مشران یو هم نه وو.
د موضوع د لاروڼتیا له پاره مو هڅه وکړه، چې د جرګې د منشي او د منشي مرستیا نظر تر لاسه کړو، خو هغوی هم شورا ته نه و راغلي او په هېواد کې د ننه په سفرونو بوخت وو.