د غور محلي چارواکي وايي چې د دې ولایت له مرکزي زندانه ۱۳ تنه طالب زندانیان د ولسمشر د ۳۳۶ تقویتي فرمان لهمخې خوشې شول.
د غور د والي د ویاند عبدالحي خطیبي په وینا، د ولسمشر د دې فرمان پر بنسټ د دې ۱۳کسیزې ډلې د نورو ۷ غړیو په حبس کې تخفیف راغلی دی.
د غور د والي ویاند زیاته کړه، دا ډله د طالبانو د تحریک د غړیتوب، ترهګریزو بریدونو او د سړکغاړې د مایناښودلو په تور د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شويوو.
د غور اوسېدونکي مدني فعالان پهدې ولایت کې د طالبانو له خوشې کولو اندېښنه ښيي او وایي، د دې طالبانو له خوشې کېدلو سره د غور امنیتي وضعیت خرابېدلی شي.
مدني فعال منصور خسرو او د غور اوسېدونکی محمدقاسم صدیقي وايي چې د طالبانو ډېر خوشې شوي کسان بېرته له دې ډلې سره یوځای شوي او د نظام پر ضد جنګېدلي دي.
د غور د ځايي ادارې مسوولان وايي چې همدا ګړي د غور په مرکزي زندان کې ۱۵۱ زندانیان موجود دي چې ۸ یې ښځې دي.
ورته مطالب: