د ولسمشر د سترګو پروړاندې فساد؛ شرکت ۱۱میلیونه ډالر غلا کړل

هغه شرکت ـ چې دوې ورځې مخکې یې د ولسمشر او مخابراتو وزیر د سترګو پر وړاندې د ۱۱میلیونو امریکايي ډالرو قرارداد واخېست ـ هېڅ نوم او نښان نه‌لري او په‌دې قرارداد کې د یو «لوی فساد» خبر تاييدوي. 

ټاکل‌شوې بُستوس شرکت داسې پوست‌کالی/ سافټ‌ویر جوړ کړي چې د مخابراتو د عوایدو برخې د راپور ورکولو مسوولیت په غاړه ولري او ترڅنګ به یې د سیستم بنسټیزه موخه له مخابراتي شبکو لارې ډاډ ترلاسه کول وي چې له پېرېدونکیو نه ۱۰سلنه مالیاتو اخېستلو د روڼتیا په تړاو د خلکو ډاډ حاصل کړي.

بُستوس شرکت یوه فېسبوک‌پاڼه لري چې د ۱۳۹۵ لمریز کال پر ۲۸مه جوړه شوې‌ده. خو له هماغې ورځې تر پرونه د  ۴حیرانوونکيو پوسټونو له خپرولو وروسته غیرفعاله شوې‌. خو جالبه دا ده پوه شئ چې د بُستوس شرکت فېسبوک‌پاڼه په نامعلومو دلایلو لېرې شوې‌ده.

د بُستوس شرکت رییس «جوشووا جي بُستوس» نومېږي چې د اطلاعاتو له‌مخې له‌دې مخکې د سافي هوايي شرکت رییس و او یو ناڅاپه یې له «ریل‌ټایم» قرارداد سره سر واکيښ.

له بُستوس شرکته لومړی فېسبوکي پوسټ په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې شوی‌وی چې نن لېرې شو.

د بُستوس شرکت له لوري په ۲۰۱۶ کال کې شوی پوسټ چې نن لېرې شو

د یادونې ده چې د بُستوس شرکت وېب‌پاڼه د «حقمل» په نوم یو افغاني شرکت جوړ کړېده. د حقمل شرکت رییس ښاغلي حقمل د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ کې د وزیراکبرخان جومات له ملا امام ایاز نیازي سره د بُستوس شرکت د رییس د «جشووا جي بستوز» د مسلمانېدو یو عکس خپور کړی.

د بُستوس شرکت په وېب‌پاڼه کې راغلي چې دا شرکت ۶کاله کاري تجربه لري؛ خو نه یې په وېب‌پاڼه او نه هم په ټوله مجازي نړۍ کې د دې شرکت د ۶کلنې تجربې په اړه څه خپاره شوي‌دي. په‌داسې حال کې چې د دې شرکت وېب‌پاڼه په ۲۰۱۶ کال کې جوړ شوی چې د ۳کلنه تجربه یې ښيي.

د بُستوس شرکت وېب‌پاڼه دومره غیرمعیاري ده چې د پاڼې په پای کې یې د هغو څلورو هېوادونو نومونه لیکلي چې شرکت په‌کې پروژې کار کړې‌دي او په‌دې هېوادونو کې د یو نوم «افریقا» ښودل شوی‌دی.

له هر څه جالب دا دي چې دې شرکت په‌خپلې وېب‌پاڼې کې لیکلي چې ۱۳۰۰ کارکوونکي لري، په‌داسې حال کې چې د «بوزفایل» شرکت د وېب‌پاڼې له لوري د دې شرکت تحلیل او تجزیې ښيي چې ثبت شوي کارکوونکي یې ۳ تنو ته رسېږي.  

د بُستوس شرکت مشخصات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر عبدالرزاق واحدي د دې قرارداد د تړون په اړه په تازه غبرګون کې ویلي: « [د فساد د افشا] له‌پاره د فوق‌العاده او فوق سرې اسنادو اړتیا نه‌شته. په لیکندن، ویکيپيډیا، ګوګل او فېسوک کې له کم لټون وروسته تاسو دا موضوع خپله ثابتولی شئ.

د ټکنالوژي علومو تحلیل‌ګر سجاد رجايي سلام وطندار ته وویل چې د بُستوس شرکت د سواد کچه ډېره ټیټه ځکه ده چې دا مورد د دې شرکت وېب‌پاڼې ته په ورتګ سره درک کېږي او هغه شرکت چې د ریل‌ټایم پوست‌کالي د جوړولو اراده لري؛ دومره کمزوری او بې‌کیفیته وېب‌پاڼه نه‌شي لرلی.

ښاغلی رجايي زیاتوي چې له یو بهرني شرکت سره د دا ډول تړون کول هېڅ اړین نه‌وو او په افغانستان کې داسې ډېر شرکتونه شته چې په‌ ډېر کم لګښت سره د ریل‌ټایم پوست‌کالی جوړولی شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د دې راپورپه غبرګون کې وايي چې له بُستوس شرکت سره شوی تړون مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ اړوندېږي؛ خو د دې وزارت ویاند سایر ځلاند سلام وطندار ته وايي چې مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د قرارداد په عقد کې یوازې «تطبیقوونکې» ونډه لرله.

په‌دې اړه مو د تدارکاتو کمېسیون د نظر اخېستلو پرله‌پسې هڅه وکړه؛ خو ټولې هڅې مو بې پایلې وې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام