اجرایيه رییس عبدالله عبدالله تېره ورځ یو حکم صادر کړ چې له مخې یې بهرنیو چارو وزارت ته امر شوی و چې په دغه وزارت کې باید د اصلاحاتو لړۍ ودروي.
د حکم په متن کې لیکل شوي چې د بهرنیو چارو وزارت دې په مرکز او بهرنیو سیاسي استازولیو کې د اصلاحاتو په نوم له هر ډول «بېړنيو اجراآتو» ډډه وکړي.
خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن له سلاموطندار سره په خبرو کې وویل چې په بهرنیو چارو وزارت کې به د اصلاحاتو لړۍ روانه وي او دا د ولسمشر لومړیتوب دی.
صدیقي د اجراییه رییس عبدالله عبدالله لپاره د «سیاستوال» لفظ وکاروه او ویې ویل چې له اصلاحاتو سره باید سیاسي چلند ونه شي.
د هغه په وینا، په بهرنیو چارو وزارت کې پیل شوي اصلاحات د دې ادارې د لا پیاوړتیا لپاره کېږي، څو د حکومت سترې بهرنۍ تګلارې پلې کړي.
له سلاموطندار سره د صدیق صدیقي تر خبرو لږ وړاندې، اجرایيه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې د اجراییه ریاست په موجودیت به د ملي یووالي حکومت د ټاکنو د وروستۍ پایلې تر اعلان پورې له کوم بدلون پرته دوام وکړي.
سره له دې چې د ولسمشري ټاکنو له کېدو څلور میاشتې تېرېږي، خو لا یې هم برخلیک نه دی څرګند. مګر څرګند څه دا دي چې د ارګ او سپېدار ماڼیو ترمنځ د پنځو کالو حکومت په لړ کې جنجالونو دوام درلود او د حکومت په وروستیو ورځو کې تر بل هر وخت ډېر شوي دي.
اړوند مطالب: