د وسله والو طالبانو ملاتړ له پاره پاکستاني ملېشې د هرات شینډنډ ته رسېدلي

افغان چارواکي وايي، چې د پاکستان پوځ د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي.

دغه جګړه له هغه وخته پیل شوه، چې ملا ننګیالی د ملارسول د ډلې قوماندان او ملاصمد د ملامحمد منصور د ډلې له لوري په خپلو کې سره ونښتل.

افغان امنیتي ځواکونو د دواړو قوماندانو د ورکولو له پاره پراخ عملیات پیل کړل.

د دغو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰۰ وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۱۰ تنه نور یې ټپیان شول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د «خلکو او پولیسو ترمنځ د همغږي او مرستې په غونډه» کې وویل، چې د کشفي اطلاعاتو او راپورونو له مخې په سیمه کې د وسله والو طالبانو د ملاتړ له پاره د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې پاکستاني پوځيان جګړه کوي.

صدیقي وايي، چې له دې وروسته به په شینډنډ ولسوالۍ کې د ولسي خلکو پوستې جوړې کړي؛ چې د حکومت لاسته راوړنې له منځه یو نه سي او خلک خوندي ژوند وکړي.

په دې غونډه کې د هرات والي محمد اصف رحیمي وویل، چې امنیتي ځواکونو طالبانو ته درانه تلفات اړولي دي او په دې وروستیو کې شاوخوا یو زرو ۵۰۰ طالبان له هلمند، فرا او له کویټې څخه په شینډنډ کې راټول شوي وو.

ده وویل، طالبانو هوډ درلود، چې د شینډنډ ولسوالۍ ونیسي.

د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې هوايي ډګر موجود دی او دغه ولسوالۍ ځانګړی ستراتیژیک موقیعت لري.

وسله وال طالبان هڅه کوي، چې دغه ولسوالۍ ونیسي او بیا له دې لارې په هرات کې خپلې موخې تر لاسه کړي.

وسله والو طالبانو دکندوز ولایت له نیولو وروسته هڅه وکړه، چې ځېنې ولسوالۍ په خپل کنټرول کې راولي.

د کورنیو چارو وزارت په تازه ګۍ سره د امنیت د ښوالي له پاره یوه طرحه جوړه کړې ده، چې له مخې یې که د پولیسو په هر حوزه کې جرم وشي، د امنیتي حوزې له امره تر امنیتي او کشفي مسوولیونو پورې دندې یې ځنډول کېږي او څېړنې ورنه کېږي.

تر اوسه پورې د ۷ امنیتي مسوولیو دندې د همدغې طرحې له مخې ځنډول شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام