د نړۍ په لرې پرتو سيمو، په بازارونو، کوڅو، لویو ښارونو، وړو غرفو او د هوايي ډګر ترڅنګ په بندرونو کې په لسګونه تنه د ورځپانو د ترلاسه کولو له پاره کتارونه جوړوي، تر څو د ورځنيو پېښو څخه ځان خبر کاندي.
دغه وسیله د لومړي ځل له پاره شاوخوا يوه پېړې وړاندې افغانستان ته هم راغله او اوسېدونکي يې له ډېرو پخوا زمانو څخه له پېښو څخه د ځان خبرولو په موخه ورځپاڼې او نور چاپي مطالب په بیه اخلي.
ورځپاڼه په ډېر کم وخت کې و توانېده، چې د خلکو ترمنځ خپل ځای پېدا کړي.
په لسګونه تنه د یوې ورځپاڼې د جوړولو په موخه سره ټوليږي، څو بېلابېلې پېښې په کره ډول وڅيړي او په وخت يې لوستونکو ته ورسوي.
سره له دې، چې په دې وروستيو وختونو کې مجازي ټولنیزې شبکې رامنځ ته شوې، خو په ډېر کم وخت کې د مطبوعاتو او چاپي رسنيو قوي رقیب په توګه مطرح شو.
د نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې اجرايوي مشر عبدالمجیب خلوتګر وايي، چې باید ورځپاڼې د خلکو په منځ کې رایج شوې وای، خو د فېسبوک او ټويټر مجازي شبکو په رامنځ ته کولو سره ناکام شوي دي.
هغه وايي، چې له ۳۵ څخه تر ۴۰ سلنو پورې د خلکو د سواد کچه هم د ورځپاڼو د زیات انتشار پرمخ یو له جدي ستونزو بلل کېدای شي.
د نی اجرایوي مشر زیاتوي، چې د افغانستان نيمايي برخه پر زیاتو موضوعاتو پوهيږي، خو نيمايي نور يې بیا د پېښو پر وړاندې بې تفاوته دي.
د ارمان شهر د خپروندویه بنسټ مسول روح الامين اميني د ورځپاڼې لوستنې پر بهیر د ټولنیزو شبکو د اغیزې په اړه وايي، ټولنېزې رسنۍ لوستونکی له معلوماتو بې پروا کوي او د ورځپاڼې لوستنې اړتیا نه احساسوي.
هغه همدا ډول زیاتوي، چې ورځپانې د لوستونکو له پاره لومړۍ سرچينې نه ده، د همدې رسنيو خبرونه له ټولنیزو رسنيو څخه اخیستل کيږي.
د امیني په خبره د ورځپاڼې لوستنې د فرهنګ د ودې له پاره ضروري ده چې په کې، سیاسي، ټولنیزې شننې او بېلا بېل مطالب ځای پر ځای کړلای شي.
زیاتره څېړونکي وايي، چې د ورځپاڼې د خبرېدو لومړۍ تجربه د امیرشیرعلي خان تر واکمنۍ رسيږي، او شمس النهار لومړنۍ خپرونه شمېرل کيږي چې په افغانستان کې خپره شوې ده.
دشمس النهار په اړه ویل کيږي، چې په ۱۸۷۵ کال کې خپرېدله خو له څه وخت وروسته بیا وتړل شوه او د یو زیات وخت له پاره افغانستان له خپرونو بې برخې پاتې شو.
د افغانستان د تاريخ د څېړونکو په نظر د لومړي ځل له پاره چاپ ماشين هم د همدې واکمن په پېر کې افغانستان ته له بهره راوړل شو.
د ویلو ده چې په هېواد کې د ورستيو کلونو جګړو او نا امنیو هم د ورځپاڼې لوستنې بهیر ټکنی کړی او په ځوانانو کې د دود کېدو مخه یې نېول شوې وه