د دې ادارې اړوند چارواکي وايي، چې د دغه سیستم په پرانيستلو سره به د ودانیو د جواز په اخیستلو کې روڼوالی رامنځته شي او له فساده به مخنیوی وشي.
د کابل ښاروالۍ مسوولان زیاتوي، چې دغه سیستم به، د خپل سرو ودانیو د ابادولو مخنیوی هم وکړي او له هغوی سره به د ودانیو په ثبتولو کې مرسته وکړي.
د ودانیو د جواز انلاین سیستم، د یکشنبې پر ورځ په هغې غونډه کې چې نوم یې (د ودانیو د جواز لېږدولو انلاین سیستم) و؛ په خپل کار پیل وکړ.
د کابل ښاروالۍ ځای ناستي ښاروال عبدالله حبیبزي وویل، چې د جوازونو لېږدول په انلاین ډول، د هېوادوالو له پاره اسانتیا رامنځته کوي او هغوی له دې وروسته په لږ وخت کې پرته له کومې درغلۍ د خپلو ودانیو جوازونه له دې ادارې څخه ترلاسه کولی شي.
د حبیبزي پر وینا، د جواز لېږدولو انلاین سیستم د الکترونیکي حکومتولۍ یوه برخه ده، چې د پانګه اچوونکیو د اسانتیا له پاره دا چې د خپلو ودانیو جوازونه ترلاسه کړي؛ جوړ شوی.
د کابل ښاروالۍ ځای ناستی زیاتوي، چې انلاین سیستم د دې لامل کېږي، چې هغوی په اسانۍ سره د ودانیو جوازونه ووېشي او له هغوی څخه څارنه وکړي.
مخکې له دې نه، د دودانیو جواز اخیستلو ۴ کاله وخت نیولو او اوس د انلاین سیستم له لارې پانګه اچوونکي په ۴ میاشتو کې کولی شي، چې د خپلو ودانیو جوازونه ترلاسه کړي.