د هند کرکټ لوبډلې حیرانتیا؛ د افغانستان خلاف برید که د دفاع پلان لري؟

د هند کرکټ ملي لوبډله چې په‌خپل کوربتوب سیالیو کې یې همېش د اسټرالیا، انګلستان او سویلي افریقا په څېر لوبډلې په‌خپلو سپېن‌بالینګ پیچونو او سپېن‌بالینګ له ستونزو سره مخ کړي؛ د افغانستان له‌پاره بل او برعکس پلان لري.

هند پلان لري چې د افغانستان خلاف تاریخي ټېسټ سیالۍ له‌پاره چې د روانې جون پر ۱۴مه نېټه پلان شوې‌ده؛ په بنګلور لوبغالي کې د معمول خلاف تېز او شین پیچ برابر کړي چې واښه به پرې هم ولاړ وي.

تر اوسه معلومه نه‌ده چې د دې کار موخه د محمد شامي، شردول ټاکر، هارډیک پانډیا او ایشانت شرما په څېر د تېزو توپ‌اچوونکیو په لرلو سره د افغانستان نسبتاً کمزوري توپ‌وهنې پر خلاف برید او که د افغانستان د سپېن‌بالینګ جادو ختمول دي.

خو د هندوستان سوداګریزو (ای. پي. اېل) سیالیو په شمول د بنګله‌دېش خلاف ۲ شل اوریزو لوبو کې د راشدخان ارمان او مجیب ځدران د توپ‌اچوونې جادو د هند کرکټ ملی لوبډله رښتیا هم اندېښمنه کړې‌ده او له همدې کبله د هندوستان پلان دا دی چې په تېز او شین پیچ برابرولو سره د افغان سپېن‌بالینګ جادو بې‌کاره کړي او هم د انګلستان سفر له‌پاره ښه تیاری ونیسي.

په همدی حال کې هندي اوپنر توپ‌وهونکی هم د راشدخان لوبولو ته ملا تړلې چې په وینا یی، اوس د پخوا په څېر له راشد په لوبولو کې ستونزه نه‌لري او کوښښ به وکړي چې ډېرې منډې پرې جوړې کړي.

هندی اوپنر توپ‌وهنکی شیکردهوان د هندوستان په وروستیو ۲ (ای. پي. اېل) پړاونو کې د سن‌رایزرز لوبډلې په ګټه لوبېدلی چې راشدخان یې هم د ټیم ملګری و.

د افغانستان له‌پاره به بیا اندېښنه دا وي، که شین او تېز پیچ جوړ شي؛ نو افغان لوبډله تېز تجربه‌کار بالران نه‌لري او هم به په تېز او شین پیچ د افغان سپېنرانو او په ځانګړي توګه راشدخان ته ویکټ اخېستل اسانه کار نه‌وي.

اخوا که د هندوستان توپ‌وهونکي د تېزې‌ توپ‌اچوونې په پرتله د سپېن‌بالینګ په لوبولو کې کافي شهرت لري؛ خو ویل کېږي چې د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر اجینکي ریهاني په شمول زیاتره اوسني هندي توپ‌وهنکي د سپېن‌بالینګ پر وړاندې کمزوري دي چې ریهاني په ۷۵ ټېسټ اننګزونو کې ۳۵ ځلې د سپېنرانو او په ځانګړي توګه زیات د اف سپېنرانو له‌خوا اوټ شوی‌دی.

په همدی حال کی د هندوستانۍ کرکټ ملي لوبډلی پخواني لوبغاړي او دغوراوي کمیټي پخواني مشر سندیپ پاټیل بیا ویلي، نه دی هندۍ لوبډله له راشد ویریږي او نه دی هم هندي رسنۍ هندۍ لوبډله له راشد خان څخه په ویره کی اچوي ځکه راشد خان تراوسه یواځي په ۲۰ اوریزه لوبو کی ښه ځلیدلی چی له ټیسټ لوبی سره ډير فرق لري او کومه ستره ستونزه هندوستان ته نشي جوړولای.

په همدی حال کی افغان راشد خان هم بیا د هند خلاف تاریخي ټیسټ سیالۍ وړاندی رسنیو سره په خبرو کی ویل، ټیسټ کرکټ د صبر لوبه ده، ښایي د ویکټ اخیستلو لپاره ډیر انتظار وباسي او یا هم ښایي هیڅ ویکټ ترلاسه نه کړي خو دا جوته ده چی په انټرکانټینیټل جام فرسټ کلاس سیالیو کی راشد خان هم په دوامداره توګه ویکټی ترلاسه کړي او په (ای پی ایل) سیالیو کی یی زیاتره هندي بیټسمینانو ته سرخوږی جوړ کړی چی د سندیپ پټیل دعوی بی اساسه ثابتولی شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام