اسلام الدین امیري بېرته خپلې فوټبال‌ لوبډلې ته راوستل شو

 

افغان فوټبال فدراسیون له تاجکستان سره په روانې نومبر میاشتې کې د دوستانه فوټبال سیالۍ له پاره خپله ۲۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د فوټبال فدراسیون له خوا په اعلان شوې لوبډله کې د ملي لوبډلې پخوانی کپټان اسلام الدین امیري ته هم ځای ورکړل شوی، چې په ۲۰۱۴ کال کې یې له ۴ نورو لوبغاړیو سره په ګډه په ملي لوبډله کې د زیاتو اروپايي مېشتو افغان لوبغاړیو د لوبولو له کبله په اعتراضيه توګه د افغان فوټبال ملي لوبډلې په ګټه له لوبېدلو ګوښه شوی و.

اسلام الدین امیري د افغانستان فوټبال په تاریخ کې هغه یوازینی لوبغاړی دی، چې په کپټانۍ کې یې افغانستان په ۲۰۱۳ کال کې د سویلي اسیا فوټبال اتلولي وګټله او د یو بریالي کپټان په توګه وپېژندل شو.

دغه راز په اعلان شوې لوبډله کې مصطفی ازادزوی ته هم په لوبډله کې ځای ورکړی دی، چې د ډېرې مودې راهیسې له افغان فوټبال ملي لوبډلې بهر و.

په اعلان شوې شپږ وېشت کسیزه ملي لوبډله کې د ګول ساتنې دندې له پاره اویس عزیزي، حمید الله وکیلی او ایمل گریوال غوره شوي دي.

همدارنګه د دفاع لیکي له پاره حسن امین، سید محمد هاشمي، روح الله اقبالزاده، مجیب جمالي، مسیح سیغاني، انوش دستگیر، عبدالمنان عظیمي او اسلام الدین امیري نومونه راغلي دي.

دغه راز د منځنۍ او برید لیکې له پاره فیصل شایسته، زبیر امیري، نورالله امیري، میلاد سالم، ارش هاتفي، اباسین علي خېل، نورځدران، مصطفی آزادزوی، قسمت احمدي، فردین حکیمي، امرالدین شریفي، فیض محمد فیضي، ادریس هوشمند، کنشکا طاهر، محمد صابر عزیزي او سېلاب غفوري د ۲۶ کسیزې ډلي غړي دي.

د خېبراماني او یوسف شېردل ترڅنګ مصطفی ځاځي بیا څو ورځې مخکې د پښې عملیات وکړ، چې د تاجکستان پر خلاف دوستانه سیالۍ کې به د ملي لوبډلې سره ملګري نه وي.

د افغانستان او تاجکستان فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ دوستانه فوټبال سیالۍ د راتلونکې یکشنبې په ورځ د نومبر په ۱۳ مه نېټه د تاجکستان په پلازمېنې (دوشنبه) کې په «جمهوري پالي» لوبغالي کې د افغانستان پر وخت مازیګر ۳ نیمې بجې کېږي.

ویل کېږي، چې د افغانستان او د بېلابېلو هېوادونو نه به د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې غوره شوي لوبغاړي سبا او بل سبا تاجکستان ته ورسېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام