د هلمند ناوې ولسوالۍ د جګړې ضد خوځښت سره دیني عالمان هم یو ځای شول

د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د جګړې ضد او سوله غوښتنې شاوخوا ۳۰۰ کسیز خوځښت سره چې د جګړې خلاف یې د اعتراض خېمه درولې نن ورځ ورسره ګڼو دیني عالمانو هم خپل پیوستون اعلان کړ. 

د روانې وري میاشتې پر درېیمه چې کله د هلمند مرکز لښکرګاه ښار د غازي محمدایوب خان لوبغالي مخې ته موټر‌بم برید ۱۶ ولسي وګړي ووژل او ۵۵  یې ټپيان کړل؛ دې پېښې په سبا ځایي ځوانانو او مدني فعالانو پر جګړې د اعتراض خېمه ودروله چې له دغه غږ سره یوشمېر مېرمنو هم پیوستون او دا دی اوس ځایي خلکو د هغه ولایت په ناوې ولسوالۍ کې هم د جګړې ضد او سولې غوښتنې خېمه درولې ده. 

د ناوې ولسوالۍ د سوله غوښتنې خوځښت یو فعال شاولي سلام‌وطندار ته وویل چې خوځښت د دیني عالمانو په ګډون ولسي ملاتړ له ځان سره لري.

د هلمند سوله غوښتونکیو له هغه وروسته د نه خوړو اعتصاب وکړ چې طالبانو یې د اوربند په اړه غوښتنه ونه‌منله.

د نه خوړو اعتصاب په درېیمه ورځ د شپږو معترضینو روغتیایي حالت خراب او د کوما په حالت کې روغتون ته ولېږدول شول، چې پرون ماښام د دیني عالمانو په غوښتنه دغه اعتصاب پای ته ورسېد خو پر جګړې د اعتراض خېمه لاهم ولاړه ده.  

د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکی او د ولسي حرکت بل غړي حاجي ملک سلام‌وطندار ته وويل پرجګړې د اعتراض او سوله غوښتنې خېمه به يې تر هغو ولاړه وي چې د جګړې ښکېلو غاړو يې د اوربند غوښتنه نه وي منلې.

د هلمند سوله غوښتونکیو او پرجګړې معترضینو سره د کابل، کندهار او ننګرهار په ګډون د ځینو نورو ولایتونو عامو خلکو او مدني فعالانو هم خپل پیوستون اعلان کړی دی. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام