دغه شمېر ځوانان کلونه کلونه په خیبرپښتونخوا کې اوسېدلي؛ تازه له هماغه ځایه د سولې او امن غوښتې په موخه خوځېدلي او اوس ختیځ ولایت ننګرهار ته رسېدلي دي.
دا د هلمندي ځوانانو له څه باندې یو میاشتني پلي تګ را وروسته د سولې او امن په نوم دویم ولسي خوځښت دی چې د ډېورنډ کرښې له هغې غاړې راپیل شوی دی.
دغه ځوانان چې شمېر یې دولسو ته رسېږي نن جلالاباد ښار ته رارسېدلي او وايي، پر خلکو د ویښتیا غږ کوي.
د دغه دولس کسیز کاروان مشر جرنیل پښتون چې د پکتیا ولایت اصلي اوسېدونکی دی وایي: «دا غږ د بېوسۍ غږ دی. دا د ولس ژغورنې او بېدارۍ غږ دی. دا د احساس غږ دی، موږ دې خلکو کې احساس پیداکول غواړو، ځکه دا ولس د ډېرو کلونو راهیسې دردېدلی دی. موږ غواړو دا د غم ټغر نور راغونډ کړای شي.»
د سوله غوښتونکیو د دغه کاروان یو بل غړی شاکر سباوون بیا د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند غځېدو غوښتنه کوي.
د افغان کډوالو ځوانانو د سوله غوښتونکیو دغه کاروان به نن د ننګرهار له یوشمېر چارواکیو او ولسونو سره وګوري او وروسته بیا پلازمېنې کابل ته خوځېږي.
دوی وايي، اوسمهال د سولې ټینګښت هیلې راټوکيدلي، بویه چې له دې موکې د ملت په خیر ګټنه وشي.