د هلمند د یوې ولسوالۍ ۵ زره ځوانان پولیسو سره يوځای کيږي

د هېواد سويلي هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ زرګونو ځوانانو د خپل ولایت او نورو سيمو د ساتلو له پاره د پولیسو لیکو سره د يوځای کېدو پريکړه کړې.

د راپورونو پر بنسټ د دغو ځوانانو شمېر ۵ زرو تنو ته رسيږي.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی عبدالودود پوپل وايي، مخکې له دې، چې په هلمند کې د ځوانانو څخه د پولیسو لیکو سره د يوځای کېدو غوښتنه وکړي، نو په خپله زرګونه ځوانانو ویلي، چې دوی چمتو، څو د پولیسو لیکو سره يوځای شي.

همدارنګه د کورنيو چارو وزارت څخه راغلي استازي وايي، چې د دغو ځوانانو له ډلې ځينو د پولیسو ليکو ته د جلب او جذب له قانون سره سم شامل کړي او دا لړۍ روانه ده.

دغه ځوانان وروسته له هغه په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې جګړې ته چمتووالی ښيي، چې د دې ولایت ځينې مرکزي سيمې د وروستيو جګړو په ترڅ کې د طالبانو ولکې ته لوېدلې.

عبدالودود زیاتوي: " دا ځوانان چې شمیر يې شاوخوا ۵ زره کسانوته رسيږي، پخپله خوخښه له ناوې ولسوالۍ څخه چمتو شوي، چې د ملي پوليسو په لیکو کې شامل او له هلمند څخه دفاع وکړي".

د هغه په خبره تر اوسه ۴۰۰ تنو څخه زیات ځوانان د هلمند امنیه قومندانۍ له لارې د پولیسو سره يوځای شوي دي.

اخوا د کورنيو چارو وزارت څخه په دې موخه د راغلي پلاوي مشر مل پاسوال وکيل احمد هم وايي، چې ځوانانو يې د نورو ملي پوليسو په شان دې ليکو ته جذب کړي او د ملي پوليسو د قانون په چوکاټ کې به دندې پر مخ وړي.

په ورته وخت کې د راغلو ځوانانو له ډلې عبدالله جان او حاجي سردار، چې د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي دي وايي، په مرکزي سيمو کې ناامنۍ ډېرې شوې دي او

د هغو په خبره د ناامنيو د لا پراختیا څخه د مخنيوي په موخه يې کلک هوډ کړی، چې د پولیسو ليکو کې به شامل شي او له نورو امنيتي ځواکونو سره په ګډه له هلمند څخه دفاع وکړي.

عبدالله جان زیاتوي: " موږ په خپله خوښه راغلي یو؛ نور یوهیواد ته هم نه ځو، د خپل وطن دفاع کوو، موږ خپله چمتو یو، چې طالبانو او داعش پر وړاندی وجنګیږو او دا کارکوو."

په هلمند کی دا ځوانان په داسې حال کې د ملي پوليسو لیکو ته شامليږي، چې په ملي شورا کې د دې ولايت استازي وايي، د تېرو شپږو مياشتنیو جګړو په ترڅ کې شاوخوا ۱۶۰۰ پوليسو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام