د هلمند د ولسي خوځښت يو غړي اقبال خېبر سلام وطندار ته وويل، چې د دوی ۶ تنه هغه ملګري چې د نه خوراک اعتصاب يې کړی؛ د روغتيايي وضيعت د خرابوالي پر اساس د بېړنيو مرستو روغتون ته لېږدول شوي. د ده په خبره، ۴ تنه بېګا او ۲ تنه نن له غرمې مخکې روغتون ته وړل شويدي.
اقبال خېبر زیاتوي، نن يې درېيمه ورځ ده چې دوی خوارک نهدی کړی او تر هغه وخته به د نه خوراک اعتصاب ته دوام ورکړي چې وسلهوالو طالبانو يې د اوربند غوښتنه نه وي منلې.
ښاغلي خېبر همدارنګه وویل، د هلمند چارواکیو د يوه پېغام په خپرولو سره د دوی د اوربند غوښتنه منلې؛ خو په ټینګار سره وايي چې دوی به هغه وخت د نه خوراک اعتصاب پای ته ورسوي چې چې طالبان هم د دوی غوښتنه ومني.
اقبال خېبر همداراز وویل، د دې خوځښت لمنه د هلمند تر ناوې ولسوالۍ هم وغځېده او هلته به هم ولسي خلک د سولې د غوښتلو په پار خېمه ودروي.
د ښاغلي خېبر په خبره، د ناوې ولسونو ډاډ ورکړی چې هغوی به د ناوې له ټولو عالمانو او ملايانو سره خبرې کړي او ورته ویلې یې دي چې د دې حرکت له ملاتړه پرته بله لاره نهشته.
په ورته وخت کې د هلمند يو مخور ميرويس پاڅون سلام وطندار ته وويل چې د سولې او ملي وېښتابه لهپاره دا ډول حرکتونه نېک ګام دی او ولسونو باید د دې ولسي خوځښتونو ملاتړي شي. دی همدارنګه له افغانانو غواړي چې ټول د سولې ملي ارمان لهپاره خپل غږ پورته کړي.
شاوخوا یوه اوونۍ مخکې په هلمند کې د سولې د غوښتلو خېمه ودرول شوه. طالبانو دې خېمهوالو ته په غبرګون کې ويلي چې له دوی نه بلکې د امريکا له اډو دې سوله وغواړي. حکومت د دې ولسي ځوانانو د اوربند غوښتنه منلې ده؛ خو وسلهوالو طالبانو تر دامهاله د دوی د نه خوراک اعتصاب په اړه څه نهدي ويلي.