د هرات په ښار کې حاکميت د خاموشۍ په لاس کې

د هرات ښار هغه سيمې، چې پخوا په کې د خلکو ګڼې ګوڼې له لاسه تېرېدل را تېرېدل ستونزمن کار و، اوس په همغو چوکونو، بازارونو، لارو او کوڅو کې يوازې د خاموشۍ سيوری خپور شوی او هغه پخوانی شور او خوندور بازار څرک په کې نه ليدل کيږي، دوکانونه تړل شوي او د په څو، واخله او خرڅ شو خبرې په کې ډېرې کمرنګې شوې دي.

تېره ورځ په دغه ولایت کې بېلابېلې ټولنې، چې په کې  د ګذر وکیلان، علما، د مدني ټولنې فعالان، نمایندګان او نور عام خلک شامل و په يوه اعتراضيه غونډه کې د برق د قيمت لوړونې په غبرګون سر له ننه (چهارشنبه ۲۰۱۵م زيږديز کال د فبرورۍ ۴) عمومي اعتصاب اعلان کړ.

ظاهراً ليدل کيږي، چې د هرات ولايت اکثريت اوسېدونکي د خپلو مشرانو او بېلابېلو ټولنو پر پرېکړې ولاړ دي او نن دغه پرېکړه د دې لامل شوې، چې په هرات ښار کې د خاموشۍ سيوری حاکميت وکړي.

د ویلو ده، چې د برق د بېل قيمت لوړونې په غبرګون کې په هرات ښار کې د تېرې یوې میاشتې راهیسې اعتراضونه کيږي.

ان له دې وړاندې د هرات ولایت ځينې ټولنې او د مدني ټولنې فعالان د یاد ولایت په (چوک ګلها) سيمه کې حکومت ته ګواښونه وکړل او د اعتراض په شکل يې په دغه سيمه کې خيمې و وهلې.

نن بیا هم د هرات په همدغه سيمه کې د مدني ټولنې فعالان، مشران، ملاامامان، د ګذر وکيلان او نور عام وګړي راټول شوي او افغان دولت ته خبرداری ورکوي، ترهغې چې د دوی خبرو ته د حکومت له لوري لبېک و نه ويل شي او د برق په نرخ کې کموالی را نه شي، نو دوی به همدا شان خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

د دغو، ټولنو، مشرانو او عامو وګړو پرېکړه دا ده، چې د درملتونو، روغتونو، د ډوډۍ خرڅلاو ځايونو پرته باید ټول، تجارتي مرکزونه، صنعتي فابريکې، دوکانونه، خصوصي شرکتونه او نور مهم تجارتي سيمې به د دولت له لوري د دوی غوښتنو ته تر لبېک ویلو پورې همداسې لکه د نن په شان تړل شوي وي.

د دغه پرېکون مشران حکومت ته ګواښ کوي، چې هرات ولایت به له دې وروسته د پلازمېنې کابل د غېر عادلانه او تبعيض امیزه قوانينو د لابراتوار مرکز نه وي.

د دغو اعتراض کوونکو مشر عبدالقدیر صالحي وايي: " نور نه غواړو، چې کابل دې په هرات ولایت کې خپل تبعیض امیزه قوانين پلي کړي، دولت باید واوري، که چېرې زمونږ غږ وا نه ورېدل شي، نو اعتراضونه به مو نور هم دوام وکړي."

دوی ټينګار کوي، چې که د دوی اعتراضونو ته د دولت له خوا مثبت ځواب ور نه کړل شي، نو د سبا پنجشنبې په ګډون به خپل اعتصاب نورو ورځو ته هم و غزوي.

له دې وړاندې په هرات ولایت کې د هر کيلوواټ برښنا قيمت ۳ افغانۍ او ۴۰ پوله و، چې وروسته بیا د برښنا رياست له لوري پر دوی باندې في کيلوواټ ۵ افغانۍ او ۲۰ پوله لوړ شو او همدغه مسله د هرات ميشتو سوداګرو، بېلابېلو ټولنو او عامو وګړو د سخت غبرګون سره مخ شو.

له دې وړاندې د هرات ولایت سرپست اصل الدین جامع اعلام وکړ، چې د برښنا شرکت سره توافق ته رسيدلي او اوس د برښنا په قيمت کې کموالی راغلی.

نوموړي ويلي و، چې د دغې پرېکړې پر بنسټ به في کيلواټ برښنا قیمت د ۵ افغانيو او ۲۰ پولو څخه يوازې ۴ افغانيو ته ښکته شوي.

 خو د نوموړي دغه اعلان د هرات ولایت اوسيدونکي خاموشه نه کړ او خپلو اعتراضونو ته يې دوام ورکړ.

همدارنګه په ولسي جرګه کې د هرات خلکو استازی غلام فاروق مجروح ويلي، چې په هرات ولایت کې فقر او د برښنا د بېل لوړ والی خلک سخت اندېښمن کړي دي.

و موغوښته په دې اړه د هرات ولایت د برښنا د رییس نظر هم واخلو، خو د دغه ولایت سرپرست د خپلې سرپرستې له وجې له څه ويلو ډډه وکړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام