د هرات والي محمد اصف رحیمي نن ( اپریل ۱۹مه) د ملي صنایع او داخلي تولیداتو ننداتون څخه د کتنې پر مهال د دې مطلب څرګندولو سره وویل، هیڅ دولتي اداره د بهرنیو وارداتي کالیو د اخیستلو حق نه لري.
د هرات والي محمد اصف رحیمي زیاته کړه، چې د وزیرانو شورا د کورنیو تولیداتو د پراختیا له پاره دغه پرېکړه کړې ده.
د هرات والي د کورنیو تولیداتو د نندارتون پرانیستل د کورنیو تولیداتو د پرمختګ له پاره اغیزمن کار بولي او وايي حکومت هڅه کوي، چې کورني تولیدات د بهرنیو وارداتو مخه نیسي.
رحیمي زیاته کړه، چې د کورنیو تولیداتو د پرمختګ له پاره باید دولتي ادارې او په ځانګړې توګه نظامي ارګانونونه ترې کار واخلي.
ولسمشر غني دوه ورځې وړاندې د کورنیو تولیداتو په اړه یو حکم هم صادر کړی و.
د دې حکم پر بنسټ د ټولو هغو بهرنیو تولیداتو اخیستل، چې د کورنیو تولیداتو ځای نیسي منع کړي دي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوې ورځې وړاندې د هرات ولایت د سوداګرۍ خونې رییس وویل، چې په تېرو ۳ کلونو کې له ۲۰۰ زیاتې کارخانې د ناامنۍ او د دولت د نه پاملرنې له امله بندې شوي او دغه کړنه له هېواده د میلیونو ډالرو د وتلو سبب هم شوی دی.
د هرات ولایت د صنعت کارانو د اتحادیې رییس حمیدالله خادم وايي، چې د دې نندارتونونو له پېلېدونه موخه د کورنیو تولیداتو معرفي او د خصوصي شرکتونو د وړتیاو ښودل دي.
په دې نندارتون کې ۶۵ شرکتونو خپل تولیدات په ۸۰ غرفو کې نندارې ته ایښي و.
خادم وویل، چې په تېرو ۱۳ کلونو کې د هیڅ ډول کالیو د تولید توان یې نه درلود او اوس د غیر الکولي څښاک په برخه کې په ځان بسیا دي.
په دې نندارتون کې د شرکتونو خاوندانو له خلکو نه غوښتنه کوله، چې د هېوادني صنعت د پرمختګ له پاره باید له کورنيو تولیداتو نه کار واخلي.
دوی له حکومت نه و غوښتل، چې د هېواد د صنعت د پرمختګ له پاره لومړی د دې امنیت خوندي شي، او په دویمه مرحله کې د بهرنیو کالیو په واردولو بندیز ولګوي.
دغه نندارتون به د خلکو په مخ ۳ ورځې پرانیستی وي.