د هرات سیمهییز چارواکي وايي، چې دا پېښه بېګا ناوخته مهال د هرات ولایت د کُهسان ولسوالۍ په «بنیاد» سیمه کلي کې شوېده.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد سلام وطندار ته وویل، چې د کُهسان ولسوالۍ یو شمېر ځایي اوسېدونکیو په یوې ښځې او سړي د جنسي اړیکو په تور ډزې کړي او وژلي یې دي.
د فرهاد پر وینا، پولیس د پېښې د عاملانو په لټه کې دي او هڅه کوي، چې ژر تر ژره یې ونیسي.
د هرات د والي د ویاند پر وینا، تر اوسه په کره ډول نهده معلومه، چې دې ښځې او سړي پهخپلو کې اړیکه لرله او که نه؛ خو پولیسو پهدې برخه کې خپلې هڅې پیل کړېدي.
له بل لوري د بادغیس امنیتي چارواکي د یوې ۱۴ کلنې جلۍ او د یو ۱۸ کلن هلک د وژل کېدا خبر ورکوي.
د ده پر وینا، دا پېښه تېره ورځ د مرکز قلعهنو په خلیفههای کندلان سیمه کې شوېده.
د بادغیس د امنیت امر غلام سرور حیدري وايي، چې هلک او جلۍ د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې د جلۍ د پلار عبدالناصر له لوري وژل شويدي.
د حیدري په خبره، د جلۍ پلار لهدې پېښې وروسته له خپلو وسلو سره د طالبانو لیکو ته ورغلی؛ خو پولیس یې د نیولو په لټه کې دي.