د هرات ولایت ځايي چارواکي او سیمه ییز خلک وايي، که د کم پیداکېدونکو ژویو او الوتونکو د ښکار مخه ونه نیول شي، ډېر ژر به یې نسل ختم شي.
د دې ولایت د چاپېریال ساتنې رییس نصیر احمد فضلي سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د ژویو او الوتونکو په ښکار سربېره کم پیداکېدونکي نباتات هم غوڅېږي.
فضلي وايي، چې د هرات په کهسان، کشک رباط سنګي، غوریان شینډنډ او ادرس سک ناامنه ولسوالیو کې د سیمه ییزو خلکو له لوري کم پیداکېدونکي حېوانات لکه سیویان، هوسۍ، لېوان او بومي الوتونکي لکه شاروګانې، شانه بسر او سارمینا خلک یې ښکاروي او بیا یې بهرنیو هېوادونو ته قاچاقوي.
دی زیاتوي، چې د "شرین بویه، مخ" او دې ته ورته نور بوټي هم په بې ساري ډول غوڅېږي.
د هرات ولایت ځېنې اوسېدونکي هم دا خبره مني او وايي، چې د سیمې خلکو له خوا کم پيداکېدونکي الوتونکي او حیوانات ښکار کېږي.
په ورته وخت کې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، چې د ژویو او الوتونکو په ښکار بندیز لګول شوی دی او له قاچاق کوونکو سره به جدي چلند وکړي.
د چاپېریال ساتنې برخې کارپوه وکیل احمد بارک په دې اړه وايي، چې د حیواناتو او الوتونکو ښکار او قاچاق زیاتره په ناامنیه سیمو کې کېږي او زیاتوي، د حکومت تر واک لاندې سیمو کې دغه خلک له جدي چلند سره مخ کېږي.
دی وايي، په وروستیو ورځو کې غوریان ولسوالۍ ته تللی و او هلته یې چارواکو ته سلا ورکړې، چې د هوسیو ښکار دې بند کړي.
په هرات ولایت کې د چاپېریال ساتنې کارپوهان په داسې حال کې د کم پیداکېدونکو ژویو او الوتونکو د ښکار، قاچاق او د نباتاتو له غوڅولو شکایت کوي، چې هر کال له عربي هېوادونو یوه دله ښکاریان د هېواد لوېدیځ زون ته ورځي او دغه حېوانات او الوتونکي ښکاروي.